• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل؛ پرله پسې چاودنو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

admin by admin
2019/07/25

کابل کې پرلپسې درې چاودنو له پنځوسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د پنجشنبې په سهار د کابل ښار په نهمه او شپاړسمه حوزه کې پرله پسې درې چاودنې وشوې، چې ماشومانو او ښځو ته یې هم مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبانو یواځې د هغه موټر بم برید مسولیت په غاړه اخیستی چې پر بهرنیو ځواکونو شوی دی.

لومړی برید د شپاړلسمې حوزې اړوند ملي بس څلور لارې تر څنګ وشو، چې موخه یې د کانونو وزارت مامورین وو او هغوی ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د عملې هغه کاسټر موټر یې په نښه کړی چې، د وزارت مامورینو کې مېرمنې او د هغوی کوچني ماشومان هم پکې سپاره وو.

دویمه چاودنه هم په همدې ځای کې تر سره شوې چې مرګ ژوبله یې له ځانه سره درلوده.

طالبانو ددغو دوو بریدونو مسولیت ندی منلی.

دریم برید بیا په نهمه امنیتي حوزه کې شوی،چې طالبانو یې پړه اخستې او د پراخې مرګ ژوبلې اړولو ادعا یې کړې.

طالبان وايي برید یې پر بهرنیو ځواکونو کړی چې ګڼ شمیر ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خو کورنیو چارو وزارت بیا د ټولو بریدونو پړه په طالبانو اچولې.

کورنیو چارو وزارت داسې ویلي ((طالبانو د کابل ښار په شپاړسمه او نهمه امنیتي حوزو کې یو ځل بیا ملکی وګړي په نښه کړل، په دغو بریدونو کې یوولس تنه وژل شوي او پنځه څلوېښت تنه نور ټپیان دي. وژل شویو کې پنځه ښځې او یو ماشوم شامل دی. ))

دغو بریدونو کې ټول یوولس تنه وژل شوي او پنځه څلویښت تنه نور ټپیان شوي دي.

وژل شويو کې پنځه ښځې او یو ماشوم هم شامل دی.

په کابل کې یو ځل بیا بریدونو داسې وخت زور واخست چې د سولې خبرې هم ګرمې روانې دي او پوره خوشبیني یې زیږولې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist