Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد: د سولې وروستۍ خبرې ډېرې ګټورې وې

admin by admin
2019/07/13

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، یوازې د افغانستان له جګړې د ځان خلاصولو لپاره هڅې نه ‌کوي او نه هم یوازې د ځواکونو د وتلو لپاره تړون ‌کوي، بلکې په وینا یې د سولې یو جامع تړون غواړي او له افغانستان سره د اوږدمهاله اړیکو او شراکت غوښتونکي دي.

خلیلزاد په واشنګټن کې ویلي، د دغې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د سولې لپاره خبرې کوي چې ښځې به هم په ‌کې ناستې وي.

خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو وروستی پړاو تر ټولو اغېزمن او ګټور بللی او هیله یې ښودلې چې دغه خبرې به د سېپټمبر تر لومړۍ نېټې اغېزمنه پایله ورکړي.

له دې سره طالبانو ویلي، امریکایي ځواکونه د نړیوال تضمین پر اساس له افغانستان وځي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخیکني مشر عباس ستانکزي ویلي، د اروپایي ټولنې ترڅنګ، د سیمې هیوادونه او جاپان هم په دې برخه کې مهم رول لري او که دغه موضوع ژر وروستۍ شي، نو د سولې په برخه کې به پرمختګ وشي.

ستانکزي له یوه جاپاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، که نړیوال تضمین کوونکي هیوادونه خپل رول ادا کړي، نو امریکا چمتو ده چې خپل ځواکونه له افغانستان بهر کړي.

عباس ستانکزي ویلي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د نړیوالې ټولنې ترڅنګ د سیمې هیوادونو تضمین اړین دی.

عباس ستانکزي ویلي، له امریکایي لوري سره د ستونزې له حل وروسته چمتو دي چې له افغان حکومت او سیاسیونو سره هم مخامخ خبرې وکړي او په مهمو مسایلو بحث وکړي.

بل پلو په امریکا کې افغان سفیرې رویا رحماني ویلي، د سولې په تړاو چې هره هوکړه کېږي اړتیا لري چې یو پیاوړی مرکزي حکومت یې عملي کړي.

په امریکا کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیرې رویا رحماني د سولې په تړاو هیله لري، خو ویلي یې دي چې، تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې نه ‌دي پیل شوي.

رحماني، د سولې د پروسې د پرمخ بیولو پر وړاندې د سختو خبرو وړاندوینه کړې او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هره موافقه اړتیا لري چې یو پیاوړی مرکزي حکومت یې عملي کړي.

په ټوله کې دفتري ښځې اندېښنه لري چې طالبان به یې غوښتنې ونه مني او د دوی حقوق به تر پښو لاندې کړي.

خو طالبان وایي، د ښځو او اقلیتونو حقوق په اسلام کې مالوم دي او دوی ورته پوره درناوی لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist