Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چپه دره کې دداعش پر ضد پوځ او خلکو عملیات کړي

admin by admin
2019/06/23

کونړ کې وسله وال پوځ د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي.

د کونړ ځينو سیمو کې د طالبانو او داعش ترمنځ له نښتو سره یو ځای ملي دفاع وزارت عملیات پيل کړي چې په خبره یې له ځينو سیمو یې دا ډلې تيښتې ته اړ کړي دي.

چپې دره کې طالب او داعش وسله وال په جګړه و چې د عملیات پرمهال مزار درې ته تښتیدلي دي. د کونړ ځایي چارواکي وايي، تازه نښتو کې پنځه دیرش داعش او شپاړس طالب وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ چپه دره ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش پرضد د ملي دفاع وزارت عملیات د دواړو ډلو پرضد شوي چې د ملي دفاع وزارت د مالوماتو له مخې داعش ډله اړ شوې چې له چپې درې څخه مزار درې ته وتښتي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف داسې وویل (( د کونړ چپې دره کې د دواړو وسله والو ډلو تحرکات له مخکې روان وو، دوی به خپلو کې هم جګړې کولې، خو اوس افغان ځواکونو د دوی پر ضد عملیات وکړل، چې دواړه ډلې یې ځپلې دي، باید ووایم چې په دغې سیمه کې ځايي اوسېدونکو هم د دواړو ډلو پر ضد وسله پورته کړې او افغان ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د دوی پر ضد جګړه کړې ده.))

د کونړ د ځایي چارواکو مالومات ښيي چې تازه دې دواړو ډلو خپلمنځي نښته کې یو بل ته درنه مرګ ژوبله اړولې چې ۳۵ داعش او ۱۶ طالب وسله وال پکې وژل شوي دی.

پوځي شنونکي باور لري چې په کونړ کې د داعش حضور او فعالیت شمالي ولایتونو ته د خطر زنګ دی.

کابل خان تدبیر داسې وايي (( هڅې ددې لپاره روانې دي، چې کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو کې یوه مشخصه لاره دداعش لپاره جوړه کړي، تر څو ددوی اکمالات چې د پنجاب د بلې پروژې چې له مجاهدینو او طالب وروسته یې تطبیقوي زه ددې اصلي جوړونکی پنجاب بولم او زه فکر کوم چې دوی ددې تلاش کوي چې د افغانستان شمال ته لاره خلاصه کړي او پروژه تطبیق کړي.))

د داعش ډلې تمرکز په ختیځ کې په ننګرهار ولایت و چې اوس دا ډله د ننګرهار زیاتو ولسوالیو کې یا ځپل شوې او یا یې نورو سیمو ته تېښته کړې، خو اوس داسې ښکاري چې د کونړ ځينو سیمو کې د پټنځایونه او خوندي ځایونو په لټه کې دي.

دفاع وزارت وایي، ځایي خلک ورسره همکاري کوي چې دا ډله له پراخ حضور او فعالیت وغورځوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist