Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار؛ د خاکرېز لاره د خلکو پرمخ خلاصه شوه

admin by admin
2019/06/20

د کندهار خاکرېز لاره چې دوه کلونه د خلکو پر مخ تړلې وه اوس بېرته خلاصه شوې ده.

د کندهار- خاکرېز لاره د ملکي وګړو پر مخ خلاصه شوې او عملیات یې پای ته رسېدلي.

دغه لاره له تېرو دوو کلونو راهیسې تړلې وه او اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

چارواکي وایي، د دغې لارې د خلاصولو په موخه یې ۲۵ ورځې عملیات کړي او دا مهال پرې د امنیتي قرارګاوو، د جوړولو کار روان دی.

د لارې د خلاصون د عملیاتو قوماندان وايي، د دغې لارې د امنیت ټینګښت په موخه یې ۲۵ ورځني عملیات یې پای ته رسېدلي او وسله وال یې له دې لارې شړلي دي.

د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک قوماندان ورور اڅکزی داسې وايي (( دغه لاره چې له دوه کلونو راهیسې د خلکو پر مخ بنده وه، موږ وکولی شول چې د پنځه ویشت ورځنیو عملیاتو په لړ کې مخالفین وځپو او دغه لار د خلکو پر مخ خلاصه کړو، اوس دلته کار روان دی چې امنیتي قرارګاوې جوړې کړو.))

هغه د دغې لارې په اوږدو کې وسله والو او خپل لورې ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو ادعا کوي، چې له وسله والو یې ګڼې سيمې نيولي دي.

مسافرو چې له تېرو دوو کلونو راهېسې یې پر دغه لاره تګ راتګ نه و کړی، له چارواکو غواړي چې د لارې ساتنې په موخه امنیتي قرارګاوې زیاتې کړي.

په دغو عملياتو کي بوخت پوليس وايي، په ټول توان سره يې هڅه وکړه چې دا عمليات بريالي کړي، خو غوښتنه کوي چې د دوى د تنخواوو او نورو جنګي امکاناتو ستونزې حل کړي.

بل خوا د کندهار والي تېره ورځ په یوه امنیتي غونډه کې ډاډ ورکړی و چې د دغې لارې د ساتنې په موخه د ګڼو امنیتي مرکزونو جوړولو چارې روانې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې لارې د خلاصون او عملياتو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist