Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ککړه هوا هرکال د پنځه زره افغانانو ژوند اخلي

admin by admin
2019/06/15

د چاپریال ساتنې اداره وايي، تازه یې ځينې پروګرامونه پیل کړي، چې د ککړې هوا مخنیوی وکړي.

ککړه هوا پټ قاتل دی چې د مالوماتو له مخې، هر کال په افغانستان کې شاوخوا پنځه زره کسان په تدریجي توګه وژني.

چاپیریال ساتنې اداره وایي، د هوا د کیفیت مدیریت کې دې ټولې اړوندې ادارې لاس په کار شي او له دې وروسته دې ټول سوداګریز، اقتصادي، ترانسپورتي او ټولنیز فعالیتونه له یادې ادارې سره په همغږۍ وشي.

د چاپریال ساتنې اداره وايي، د هوا د کیفیت څارنې سیستم او د مسلکي او بشري ظرفیتونو نشتون د چاپیریال ساتنې اداره له ستونزو سره مخ کړې ده.

که څه هم د هوا ککړتیا نړیواله ستونزه ده خو افغانستان یې ځکه زیات زیانمنونکی دی چې دلته مسلکي ظرفیتونه او د هوا د کیفیت د څار منظم سیستم نشته او تر یو بریده ټولې اړونده ادارې خپلې چارې پرته له همغږۍ مخ ته وړي.

افغانستان ته پر واردېدونکو د سون توکو، نقلیه وسایطو، اقتصادي، سوداګریز او ټولنیزو فعالیتونو هم نیوکه ده چې د چاپیریال ساتنې په تړاو بې غوره دي.

په ټوله کې د افغانستان په لویو ښارونو کې د هېواد په کچه ۲۲ سلنه وګړي ژوند کوي او په کابل کې بیا د ټول هېواد په کچه ۱۴ سلنه چې ورسره هوا او اوبه خرابې شوي او تر اوسه مطلق اکثریت د چاپیریال پاک ساتلو په تړاو بې غوره دي.

چاپیریال ساتنې اداره اوس لاس په کار شوې چې څنګه کولی شي د ککړې هوا مخنیوی وکړي.

د کابل ښار په بیلا بیلو برخو کې شاوخوا لس دستګاوو ته اړتیا لري چې د هوا په تړاو مالومات راټول او په اړه اقدام وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist