• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

قطر کې د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ناسته جوړېږي

admin by admin
2019/06/13

قطر کې د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ترمنځ ناسته کېږي.

طالبانو یوې سرچینې شمشاد ته د درویشت کسیز پلاوي یو لیست ورکړی چې ډیری برخوال یې پخواني مجاهدین دي.

د ناستې په اړه زیات جزیات نه شته خو کار کېږي چې د سولې لپاره یو چوکاټ برابر شي.

تمه ده د طالبانو او مجاهدینو ناسته د امریکا او طالب چارواکو له اووم پړاو خبرو وروسته ترسره شي.

ها خوا د حکومت اجرایه مشر ویلي، هرځل چې د مخامخ خبرو لپاره نوملړ جوړ شوی طالبانو ورسره سلیقوي چلند کړی.

د طالبانو یوې باوري سرچینې دا درویشت کسیزنوملړ شمشاد ته ورکړی چې قطر ته یې د یوې ناستې لپاره بللي دي.

که څه هم د غونډې د سر اجنډا د اوس لپاره پټه ده، خو خبرې داځل د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ترمنځ دي.

سیاسي شنونکی وحید مژده چې دې غونډې ته ورغوښتل شوی یوازې دومره پوهیږي چې ناسته د امریکا او طالبانو له اووم پړاو خبرو وروسته کېدونکې ده.

خو د حکومت اجرایه مشر په باور طالبان د سولې لپاره اراده نه لري او د بهرنیو ځواکونو وتو ته انتظار کاږي.

عبدالله عبداله په وینا هرکله چې د مخامخ خبرو لپاره فهرست برابریږي طالبان ورسره سلیقوي چلند کوي.

د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو ترمنځ د ناستې په اړه یوازې دومره ویل کېږي چې د سولې لپاره د چوکاټ برابرول دي.

خو زیاته تمه نه شته چې طالبانو سره له سولې وروسته دې افغانستان کې جګړه پای ته ورسږي.

د ټولو ټینګار د اوس لپاره په اوربند او له حکومت سره د طالبانو په مخامخ خبرو ده چې طالبان ورته تیار نه دي او امریکاسره د خبرو له پای وروسته حکومت سره خپله ستونزه حلوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د مخابراتو وزارت سرپرست تاشکند کې درې اړخیزه ناسته کې  ګډون کړی
افغانستان

مې 25, 2025
 د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د حساب ورکولو بهیر پیل کوي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist