Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان سوله؛ خلیلزاد یو ځل بیا پاکستان ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/06/02

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو د اووم سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته رسېدلی.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړى استازى زلمى خليلزاد تیره ورځ اسلام اباد ته رسېدلی او روانه مياشت به قطر کې له طالبانو سره د خبرو بل پړاو پيل کړي.

خليلزاد تمه ښودلی چې دا ځل به طالبانو سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د افغان خاورې د بل په ضد نه کارولو موضوع خبرې پای ته ورسوي.

طالب او امريکا دواړو منلې چې په دې برخه کې يو څه پرمختگ شوى، خو پر نورو جزياتو خبرو ته اړتيا شته.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند محمد فېصل ویلي، پاکستاني پلاوي له خلیلزاد سره کتلي او د افغان سولې خبرو ترڅنګ يې ورسره پر دوه اړخيزو همکاریو خبرې کړي دي.

محمد فیصل ویلي، پاکستاني پلاوي خلیلزاد ته د لومړي وزیر عمران خان دريځ وړاندې کړی چې پاکستان به د افغان سولې برخه کې د عمل په ګډون د سيمې د امن لپاره د روغې جوړې رول ترسره کوي.

هغه ویلي، خليلزاد، د سيمې د تلپاتې سولې لپاره د پاکستان رول مهم ګڼلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، د زلمي خلیلزاد دا سفر به دووه اوونۍ دوام ولري چې د می میاشتې په ۳۱ پېل او د جون میاشتې تر ۱۶ به دوام وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په تازه ټویټونو کې لیکلي، د افغان سولې په اړه یې خپل نوی سفر پيل کړی دی.

د خلیل زاد په لیکنه ، دې سفر کې به لومړی د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کوي، د داخلي اجماع پر پیاوړتیا به تمرکز کوي او هڅه به کوي چې له طالبانو سره تر دې دمه په خبرو کې دوه مهم موارد چې بحثونه ورباندې شوي وروستي کړي.

هغه د طالبانو د مشر د وروستي پیغام په اړه ویلي، د طالبانو پیغام ښيي چې دوی بین الافغاني خبرو ته لېوالتیا ښودلې خو داسې خبرې هم پکې شته چې د سولې پروسې ته زیان رسولی شي.

د خلیلزاد په خبره امریکا د جګړې د دوام او تاوتریخوالي غوښتونکې نه ده او په دې لټه کې ده، چې ژر تر ژره افغان جګړه پای ته ورسېږي او د سولې خبرې مثبتې پایلې ولري.

ټاکل شوې چې خلیلزاد به افغانستان، بلجیم، جرمني، پاکستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته ولاړ شي چې د جون له ۳۱ نېټې پیل کېږي او د جون ۱۶ نېټې به دوام وکړي.

د امریکا بهرنیو چار وزارت لیکلي چې خلیلزاد به کابل کې د افغان حکومت او د مدنې ټولنې له استازو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې خلیلزاد به په بروکسل، برلین، اسلام آباد او ابوظبی کې د افغان سولې د ملاتړ لپاره هڅې وکړي او په دوحه کې به طالب استازو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist