Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونسف: پر ښوونځیو بریدونه درې برابره زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/28

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق یا یونسف په تازه راپور کې ویلي، ۲۰۱۸ م کال کې د افغانستان پر ښوونځیو وسله وال بریدونه درې برابره زیات شوي دي.

یونسف ویلي، ۲۰۱۷ م کال کې ۶۸ بریدونه پر ښوونځیو شوي و چې ۲۰۱۸ م کال کې دغه شمېر بیا ۱۹۲ ته لوړ شوی دی.

یونسف دا هم څرګنده کړې چې دا رقم له ۲۰۱۵ م کال څخه راپدې خوا تر ټولو لوړه ده.

د یونسف اجرایوي مشر هنریتا فور ویلي، افغانستان کې زده کړې تر برید لاندې دي.

فور ویلي، پر ښوونځیو بریدونه، وژنې، ټپیان کېدل او همداراز د استادانو برمته کېدل، هغه ګواښونه دي چې نه یوازې زده کړې زیانمن کوي بلکې د یو نسل ټول خوبونه له منځه وړي.

له زرو څخه زیات ښوونځي افغانستان کې د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

یونسف په ډاګه کړې چې کېدای شي د بریدونو د زیاتېدو یو اصلي لامل دا وي چې په ۲۰۱۸ م کال کې ښوونځي د پارلماني ټاکنو د رایو اچولو لپاره کارېدل.

یونسف اندېښنه څرګنده کړې چې کابو ۳.۷ میلیونه ماشومان رسمي ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist