ننګرهار کې د داعش ډلې یوه کورنۍ چې د پنجاب اصلي اوسېدونکې ده ملي امنیت ته تسلیم شوه.
ننګرهار کې د داعش ډلې یوه کورنۍ ملي امنیت ته تسلیم شوې، چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي دي.
په تسلیم شویو کې ۲نارینه، درې ښځې او نهه ماشومان دي چې نږدې یونیم کال یې په اچین او نازیانو ولسوالۍ کې دداعش په لیکو کې تیر کړي.
یادې کورنۍ ویلي، په پاکستان کې ورته افغان حکومت کافر پیژندل شوی و او اعتراف یې کړی چې د جهاد لپاره راغلي وو.
له دې سره ملي امنیت بیا یو بل پاکستانی وګړی، ۳۱۳۶ کیلو ګرمه چاودیدونکو موادو سره نیولی.
د داعش ډلې تسلیم شوې کورنۍ داسې وايي (( موږ ته د جهاد زده کړې راکول کېدې او داسې ویل کېدل چې د افغانستان نظام کفري دی او باید جهاد ته ولاړ شئ، یو نیم کال مو د داعش په لیکو کې تېر کړ، د داعش له لیکو بېرته وتل ډېر ګران کار دی او هغو خلکو ته به یې سخته سزا ورکوله چې د تېښې پرمهال یې نیول، خو موږ سره د سیمې خلکو همکاري وکړه، د جهاد لپاره مو وسله خپله راوړې وه د داعش په لیکو کې ډېر لږ افغان ؛خو ډېر ورکځي، باجوړي او د نورو سیمو خلک دي، موږ د خلافت په نیت راغلي وو، خو ومولیدل چې څرک یې نشته))
د ننګرهار ملي امنیت هغه اته طالبان او یو داعش هم رسنیو ته ښکاره کړل چې د عملیاتو پرمهال نیول شوي.
داعش او طالبانو تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې څه نه دي ویلي.