Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې د داعش ډلې یوه کورنۍ ملي امنیت ته تسلیم شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/16

ننګرهار کې د داعش ډلې یوه کورنۍ چې د پنجاب اصلي اوسېدونکې ده ملي امنیت ته تسلیم شوه.

ننګرهار کې د داعش ډلې یوه کورنۍ ملي امنیت ته تسلیم شوې، چې د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي دي.

په تسلیم شویو کې  ۲نارینه، درې ښځې او نهه ماشومان دي چې نږدې یونیم کال یې په اچین او نازیانو ولسوالۍ کې دداعش په لیکو کې تیر کړي.

یادې کورنۍ ویلي، په پاکستان کې ورته افغان حکومت کافر پیژندل شوی و او اعتراف یې کړی چې د جهاد لپاره راغلي وو.

له دې سره ملي امنیت بیا یو بل پاکستانی وګړی، ۳۱۳۶ کیلو ګرمه چاودیدونکو موادو سره نیولی.

د داعش ډلې تسلیم شوې کورنۍ داسې وايي (( موږ ته د جهاد زده کړې راکول کېدې او داسې ویل کېدل چې د افغانستان نظام کفري دی او باید جهاد ته ولاړ شئ، یو نیم کال مو د داعش په لیکو کې تېر کړ، د داعش له لیکو بېرته وتل ډېر ګران کار دی او هغو خلکو ته به یې سخته سزا ورکوله چې د تېښې پرمهال یې نیول، خو موږ سره د سیمې خلکو همکاري وکړه، د جهاد لپاره مو وسله خپله راوړې وه د داعش په لیکو کې ډېر لږ افغان ؛خو ډېر ورکځي، باجوړي او د نورو سیمو خلک دي، موږ د خلافت په نیت راغلي وو، خو ومولیدل چې څرک یې نشته))

د ننګرهار ملي امنیت هغه اته طالبان او یو داعش هم رسنیو ته ښکاره کړل چې د عملیاتو پرمهال نیول شوي.

داعش او طالبانو تر اوسه د دې خبر په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist