Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د سولې او ټيکاو برخه کې د همکاریو دوام ژمنه کړې

ګډ امنیتي تړون سازمان له نړیوالې ټولنې د کابل-اسلام اباد ترمنځ د رغنده رول غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/22

ګډ امنیتي تړون سازمان(سي‌اېس‌ټي‌او) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو او روانې سیاسي کشالې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دواړه لوري یې د ستونزې حل په موخه خبرو ته رابللي.

د دې سازمان سرمنشي وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د اندېښنې وړ دي او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې رغنده سوله‌ییز رول ولوبوي.

تالعتبېک مسادیکوف ویلي، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ باید نړیواله ټولنه داسې رول ادا کړي چې ستونزې د خبرو له ‌لارې حل کړي.

مسادیکوف زیاته کړې: « موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو له امله ډېر زیات اندېښمن یو. د دې دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ناڅاپي ترینګلتیا چې وسله‌والو نښتو ته یې هم لاره هواره کړې، خورا د اندېښنې وړه ستونزه ده. موږ باور لرو چې نور باید دواړه خواوې او همداراز نړیواله ټولنه د اوسني وضعیت د سوله‌ییز حل لپاره ممکنه لاره ولټوي.»

د ګډ امنیتي تړون سازمان چارواکو دغه راز ویلي، دوی لا هم د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې جدي څارنه لري او د افغانستان له خاورې د ننګونو او امنیتي مسایلو په اړه جدي غور کوي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړیو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ دي او په خبره یې، که د افغانستان او پاکستان نښتې په پراخې جګړې بدلېږي، نو ټوله سیمه ورسره له سیاسي اړخه بې‌ثباته کېدای شي.

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم وايي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه له سوله ییز او ډېپلوماټیک حل بله لاره نه لري. که د جګړې لاره ونیول شي، دا جګړه اوږدېږي او د دواړو خواوو په زیان ده.»

د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونو له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې له بېلابېلو لارو هڅه کوي چې له افغانستان سره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې وپالي.

د دې سازمان غړي هېوادونه په خپلو څرګندونو کې تل وایي چې له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « زه فکر کوم پر ډیورنډ فرضي کرښې جګړه یوازې د افغانستان او پاکستان موضوع نه ده بلکې هغه بریدونه چې د پاکستان له خوا پر افغانستان کېږي، په دې سیمه کې ټول پراته نظامونه ننګوي، د ټولو پر سیاست او اقتصاد اغېز لري.»

د ویلو ده چې د ګډ امنیتي تړون سازمان په یورو اېشیا کې یو بین الحکومتي پوځي اتحاد دی چې په ۲۰۲۲ کال کې د شپږو هېوادونو ارمنستان، بېلاروس، قزاقستان، قرغېزستان، روسیې او تاجیکستان په غړیتوب سره رامنځته شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
افغانستان

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل
افغانستان

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

اپریل 22, 2026
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې
افغانستان

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

اپریل 22, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي
افغانستان

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی
افغانستان

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې افغان انجنیرانو يو شمېر تخنيکي او برېښنايي وسايل جوړ کړي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 22, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

اپریل 22, 2026
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

اپریل 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist