Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/22

د سره صلیب نړیوالې کمېټې(آی‌سي‌آر‌‌سي) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته د غځېدلې لارې له خلاصېدو وروسته یې د دې سیمو بېځایه شویو سره د مرستو لړۍ پیل کړه.

په خبر پاڼه کې دغه راز راغلي، دا مرستې د افغان سره میاشتې او خوړو نړیوال سازمان(ډبیلو‌اېف‌پي) په ګډو همکاریو پیل شوې دي.

د خبرپاڼې له مخې، د خوړو او درملو بنسټیزو اړتیاو ته د خلکو ستونزمن لاسرسۍ یوه جدي ننګونه بلل کېږي چې د حل په موخه یې هڅې هم پیل شوې دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خبرپاڼه کې راغلي: « له څه باندې شپږو اوونیو راهیسې د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې خلک خوراکي توکو، درملو او نورو اړینو خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري. اوس د سره صلیب نړیواله کمېټه، د افغانستان سرې میاشتې ټولنه او د خوړو نړیوال پروګرام، خواړه، روغتیايي توکي او نورې حیاتي مرستې استوي.»

د دې کمېټې د خبرپاڼې پر بنسټ، په کامدېش او برګمټال کې ټولټال ۱۳۷ زره خلک ژوند کوي چې په فرضي کرښه د افغان امنیتي ځواکونو او پاکستاني ملېشو د جګړې له امله  یې ډېری نورو سیمو ته بېځایه شوي دي.

له دې سره همهاله، سیمیز مسوولین وايي اوس مهال په برګمټال او کامدېش کې امنیتي وضعیت بېرته عادي حالت ته ګرځېدلی او د جګړې له امله بېځایه شوي بېرته خپلو استوګنځیو ته راګرځي.

د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « د والي صاحب په امر له خلکو سره مرستې شوې او لاهم روانې دي. موږ خپلو ټولو ولسونو ته په دې برخه کې ډاډ ورکوو چې د نورستان ولایتي اداره له بېلابېلو مرکزي ادارو سره په جریان کې دي چې دغو ولسوالیو ته نورې مرستې هم را جلب کړي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي د فرضي کرښې پر دواړو غاړو مېشت ولسونه د هغو اقتصادي ناورینونو برخه بولي چې د پاکستان پوځي رژیم د نورو غمیزو ګاللو ترڅنګ، له ژورو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

 د دوی په خبره، نړیوال بشري سازمانونه د دې مسوولیت لري چې په ملکي سیمو کې د ناکراریو مخینوي لپاره پر ښکېلو اړخونو فشار زیات کړي، ترڅو په راتلونکي کې د ورته غمیزو مخنیوی وشي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي: « د ملګرو ملتونو سازمانونه باید له پاکستان غوښتنه وکړي چې پر افغانستان له برید کولو لاس واخلي، ترڅو هغه خلک بېرته خپلو مېنو ته ستانه شي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ژوند کوي.»

د نورستان ولایت کامدېش او برګمټال ولسوالیو ترمنځ عمومي لار چې فرضي کرښې ته په ډېر نږدې واټن کې پرته ده، له هغې وروسته وتړل شوه چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستاني مېلشو په دې لار د ملکي وګړو روان موټر په نښه کړ، یوه ډاکټره او د هغې زوی یې شهیدان کړل او خاوند یې ټپي شو.

دغه لار د اپرېل په ۱۴مه د دواړه غاړو قومي مشرانو په هڅو او د خبرو اترو  او جرګې له لارې خلاصه شوه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
افغانستان

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې
افغانستان

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

اپریل 22, 2026
د ټولییز امنیت تړون غړو هېوادونو له افغانستان سره د سولې او ټيکاو برخه کې د همکاریو دوام ژمنه کړې
افغانستان

ګډ امنیتي تړون سازمان له نړیوالې ټولنې د کابل-اسلام اباد ترمنځ د رغنده رول غوښتنه کړې

اپریل 22, 2026
اڅکزی: د کابل – اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو هواري لپاره دې سيمه‌ييزه ناسته جوړه شي
افغانستان

افغانستان سره د لارو تړلو له امله پاکستان کې وضیعت خراب شوی

اپریل 21, 2026
خالص: د مضرو ګازونو په تولید کې د افغانستان ونډه کمه خو له منفي اغېزو یې خوندي نه دی
افغانستان

خالص: د کابل ښار ځینو برخو تر ځمکې لاندې اوبو ۶۰ سلنه د څښاک نه دي

اپریل 21, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې افغان انجنیرانو يو شمېر تخنيکي او برېښنايي وسايل جوړ کړي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 22, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د بېځایه شویو نړیوال سازمان: افغان کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي

اپریل 22, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان درې اړخیزه ناسته کې پر سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې شوې

اپریل 22, 2026
بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
د سره صليب نړیوالې کمېټې د خپلو فعالیتونو بندېدو راپورونه رد کړل

د کامدېش او برګمټال بېځایه شویو ته د مرستو وېش پیل شو

اپریل 22, 2026
جرمن چارواکي: د کډوالو ستنولو په موخه له افغان چارواکو سره دوحه کې خبرې شوې

اروپايي ټولنه د افغان کډوالو ستنولو په موخه له کابل سره خبرې پیلوي

اپریل 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist