د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د صنعتي تولیداتو نړیوال نندارتون په څنډه کې چې د اوزبېکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړه شوې وه، د اوزبېکستان او قرغېزستان له چارواکو سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر پراختیا، افغاني صادراتو او ټرانزیټ خبرې کړي.
په دې درې اړخیزه ناسته کې چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د اوزبېکستان د پانګونې او سوداګرۍ وزیر او همدا راز د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ مرستیال وزیر ترمنځ جوړه شوې وه، په کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، د ټرانزیټ لپاره اسانیتاوو رامنځته کولو او همدا راز د افغانستان د صادراتو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
په یاده ناسته کې هوکړه شوې چې د یادو موخې تعقیب او عملي کېدو لپاره به یوه ګډه کاري ډله رامنځته شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « په دې لیدنه کې د تجارت، ټرانزیټ او دغه راز اوزبېکستان او قرغېزستان جمهوریتونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او په صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه خبرې شوې دي. د لیدنې په پای کې د تجارت او ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه د کډ کاري ټيم جوړولو او دغه راز په صنعتي نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب په اړه موافقه وشوه.»
په اوسنیو شرایطو کې د سوداګرۍ په برخه کې د مرکزي اسیا هېوادونه د افغانستان لپاره مهم یادیږي او اقتصاد پوهان له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا د هېواد اقتصادي ودې لپاره مهمه ګڼي.
افغان سوداګر وايي، له اوزبېکستان او قرغېزستان سره د سوداګرۍ پراختیا د افغانانو په ګټه ده او اوسمهال له دغو هېوادونو سره پراخه سوداګري لري.
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزی وايي: « کله چې پاکستان سره زموږ ستونزې پیدا شوې او د کراچۍ لاره بنده شوه، د افغانستان حکومت د نورو بدیلو لارو موندلو هڅې وکړې. اوس موږ له منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه اوزبېکستان، قرغېزستان او روسیې سره ښې اړیکې او لوړه کچه تجارت لرو.»
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه بیا وايي، هڅې روانې دي چې د مرکزي اسیا له ټولو هېوادونو او په تېره بیا له اوزبېکستان سره د سوداګرۍ ارزښت میلیاردونو ډالرو ته پورته شي او ورسره به دافغانستان د صادراتو کچه هم لوړه شي.
د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجبار ساپی وايي: « له مرکزي اسیا سره تجارت او تعلقات ښه شوي او هڅه کېږي چې له اوزبېکستان سره تجارت میلیاردونو ډالرو ته لوړ شي.»
د افغانستان، اوزبېکستان او قرغېزستان ترمنځ په یاده درې اړخیزه ناسته کې دغه راز په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پر غړیتوب هم هوکړه شوې او له دې وروسته به افغانستان کولی شي چې په دې نندارتونو کې خپل صنعتي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.