ځینو ته به عادي ښکاري، خو شوقیان یې زرګونه ډالر هم پرې ورکوي. دلته د بهرني نسل سپي د پلور لپاره راوړل شوي او پېرودونکي یې هم ځانګړي کسان دي.
د دې نسل سپي څو ډولونه لري. د پوستکي رنګ، غوږونو لوړوالي، د سترګو رنګ او جسامت له پلوه توپیر لري او شوقیان یې دغو ځانګړو ته په کتو پرې پیسې ورکوي.
د حيواناتو واردوونکی حاجي بشیر وايي: « له موږ سر جرمن شیپر، روسي نسل، کنسانس، کنین او څو ډوله نور سپي او لېوه ذات سپي شته دي. د دوی قېمتونه مختلف دي، له ۱۰۰۰ افغانیو نیولې تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې دي. دلته هر ډول شوقیان راځي، هرڅوک د خپل جېب په اندازه سپي اخلي.»
نوموړی د دغو ځانګړو نسل لرونکو سپیو د واردولو ترڅنګ، بهرني نسل لرونکې پیشوګانې هم د پلور لپاره راوړل کېږي. پلورونکي یې وايي، دا حیوان هم افغانستان کې شوقي پېرودونکي لري او په ډېرو پیسو یې اخلي.
د حيواناتو واردوونکی حاجي بشیر وايي: « موږ بهرني سپي او پېشوګانې واردوو. دغو پیشو ګانو ته فیشن کپ وايي او بدن یې ټول په ویښتانو پټ وي. همدارنګه دغه پېشوګانو شنې، ژېړې، تورې او ډول ډول سترګې لري. په دې کې د ځینو پیشوګانو بیه تر ۱۵زره افغانیو ده.»
د بهرني نسل سپیو او پیشوګانو د ساتلو شوقیان بیا وايي، د دغو حیواناتو د پېرلو لپاره له کلونو راهیسې د همدې هټۍ پیرېدونکي یا مشتریان دي. د دوی په خبره، هر ډول نوي بهرني نسل لرونکي سپي یا پیشوګانې چې کله تازه راوارد شي، دوی یې ترې اخلي.
پېرودونکی سمیعالله وايي: « زه د دې حاجي صاحب مشتري یم. که چا ته هر ډول حیوانات او الوتونکي په کار وي، له دوی سره شته دي. دا سړی له اوږدې مودې دا کار کوي، پلار او نیکه یې هم د اهلي ژویو او الوتونکو پلوونکي وو.»
بهرني نسل لرونکي سپي او پیشوګانې نه یوازې لوړ قېمت لري بلکې داسې ځانګړي خواړه هم خوري چې له بهر څخه واردېږي.