د پاکستان جمعیت علما اسلام ګوند مشر په لاهور کې یوې خبري ناستې ویلي، چې د پاکستان پوځي رژیم اوسمهال له پېچلو کورنیو، سیمهيیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی.
مولانا فضلالرحمن له افغانستان او هند سره د پاکستان ترینګلتیاوې، له ایران سره يې ناسمې اړیکې او ورسره د چین په اړیکو کې ژور بدلون د دې ننګونو اساسي لاملونه بللي.
نوموړي پر دې ننګونو سربېره له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د پاکستان اړيکې ناانډوله بللې او د دغه هېواد پر سياسي تګلارو يې د بيا غور غوښتنه کړې.
مولانا فضل الرحمن ویلي: «اوس پاکستان له پېچلو ننګونو سره مخ دی. په ختيځ کې اوس مهال له هند سره د جګړې وضعیت حاکم دی، په لویدیځ کې له افغانستان سره په ټوله فرضي کرښه جګړه روانه ده، چین هم د خپلو اندېښنو پر بنسټ نور له پاکستان سره ښې اړیکې نه پالي او ایران هم په خپلو ستونزو کې ګیر دی. دغه ډول وضعیت ته په کتو باید یوه پالیسي جوړه شي.»
له ګاونډیو هېوادونو سره د پاکستان پوځي رژیم تقابل ترڅنګ دغه هېواد له کورنیو ناامنیو، سیاسي اختلافاتو او لړزاند اقتصادي وضعیت سره هم مخ بلل شوی .
شنونکي په دغه هېواد کې د روانو کړکیچونو او اقتصادي ناورین زېږنده د واکمن پوځي رژیم هغه پالیسۍ بولي، چې پکې د دغه هېواد ملي ګټې او له نورو هېوادونو سره د چلند قوانین د شخصي ګټو لپاره تعریف شوي.
د سیاسي چارو شنونکی، ادريس محمدي ځاځی وایي: «د پاکستان پوځي رژیم په چارواکو کې داسې یوه مشخصه حلقه ده، چې د هغوی غلطو پالیسیو او تګلارو اوس د پاکستان عام ولس په اور کېنولی. له دې ستونزو یې عمده د اقتصاد موضوع ده. اوس مهال د دغه هېواد عام خلک له دې اړخه تکلیف او عذاب ویني. دویمه د سیاسي بېثباتۍ موضوع ده. د پاکستان یو شمېر چارواکي د خلکو پر سر تجارت کوي او عامخلک یې د غږ اوچتولو توان نهلري.»
ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له بریدونو سره د خلیج هېوادونو لخوا په پاکستان کې د سود لنډ مهالي پورونه، چې د دغه هېواد پوځي او ملکي سکټورونو ته یې مالي تکیه ورکړې، خپلې پانګې بېرته انتقال کړې.
راپورونه کاږي، پاکستان د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه په مشروطه توګه د مېلیاردونو ډالرو نورو پورونو ترلاسه کولو ترڅنګ، تازه د اسیا پراختیايي بانک څخه هم د ٥٠٠ میلیون ډالرو د پور اخيستو غوښتنه کړې.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصير رشتيا وایي: «پاکستان کې سیاسي او امنیتي بېثباتۍ د پانګونې مخه نیولې. بدبختانه، چې له ډېر وخت راهیسې نهیوازې پاکستان کې نوې پانګونه نهده شوې؛ بلکې پانګوال هم د تېښتې په حال کې دي. ناامني او اداري فساد د پاکستان د اقتصاد کمزوري کېدو او له ماتېدو اصلي لاملونه دي. د دې څنګ له ګاونډیو سره د دغه هېواد ناوړه اړیکې بل لامل بلل کېږي. افغانستان ورسره خپله سوداګري پرې کړې ده؛ په داسې حال کې، چې د پاکستاني تولیداتو او توکو لپاره پنځم بازار و.»
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم د تېلو او نورو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي سره سم د عامو خلکو پر لګښتونو محدودیتونه وضع کړي، چې دې چارې نه یوازې د عامو خلکو ژوند زیانمن کړی، ورسره هممهاله یې د سوداګرو او ملکي سکټورونو عواید او سوداګري هم زیانمنه کړې ده.












