د افغانستان او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ د روان تاوتریخوالي په دوام، افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل ته سفر کړی او له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه کې یې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د تېري او بريدونو په اړه بحثونه کړي.
په دې لیدنه کې بهرنيو چاو وزير امیرخان متقي د پاکستان بريدونو په تړاو د افغانستان دريځ روښانه کړی او ډاډ يې ورکړی چې کابل د شخړو پر ځای د ستونزو سولهييز حل ته لومړيتوب ورکوي، خو د خاورې دفاع هم خپل مشروع حق ګني.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان په حاکمیت د نظامي تېري پر وروستي وضعیت خبرې وشوې. د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان موقف شریک او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د شخړو په ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د کړکېچ سطحه لوړه نه شي، خو د خپل وطن او خلکو دفاع خپل حق بولي.»
همدارنګه په دې لیدنه کې د چین ځانګړي استازي یوشیایونګ د پاکستان پوځي رژیم له خوا پر افغانستان بريدونو کې پر اوښتې ملکي مرګ ژوبلې خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په اړيکه کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالی کمولو هڅه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند په دې اړه وايي: «د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي د پاکستان وروستیو بریدونو له امله د شهید شویو افغانانو له کورنیو سره د چین حکومت خواخوږي او تسلیت څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډېپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي. هغه زیاته کړه چې چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي چې د دواړو همسایه هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم او یو له بل سره رغنده اړیکې ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې بهرنیو چارو وزیر له دې وړاندې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره هم د پاکستان پوځي رژیم د یرغل په اړه ټیلفوني خبرې وکړې، پر ډېپلوماټیکو لارو یې ټینګار وکړ او د خاورې دفاع یې د افغانستان مشروع حق وګاڼه.
په دې خبرو کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر هم د ستونزو پر سیاسي حل د ټینګار ترڅنګ وویل چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ په هواري کې مرسته وکړي.