د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې د دې بیځایه شوو ارقام خپاره کړي او د شمېر پر لوړېدو يې اندېښنه ښودلې.

یواناچسيار ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ او د ایران، امریکا او اسرائیلو جګړې په منځني ختیځ او ایران کې ټولټال ۳۳۰زره کسان بیځایه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي: «په منځني ختیځ کې د جګړې پراخېدل د پام وړ انسانانو د بېځایه کېدو لامل شوي. پر دې سربېره په کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو تېښتې ته اړ کړي. په ټولیز ډول د دې جګړو له امله ۳۳۰زره کسان بېځایه شوي، چې ډېره برخه یې ښکېلو هېوادونو کې دي.»

په راپور کې دغه راز په افغانستان او پاکستان کې د بیځایه شویو د شمېر اټکل هم شوی، چې له مخې یې ۱۱۵زره د ډیورند فرضي کرښې دې او شاوخوا درې زره نور د کرښې پورې غاړې ته د مینو پرېښودو ته اړ شوي.

په راپور کې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د شخړو د دوام پر ځای دې ډیالوګ ته مخه کړي او په جګړو کې دې د ملکیانو خوندیتوب او حقونو ته پام وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ویلي: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ په کرښه کې د روانو نښتو په دغو هېوادونو کې وضعیت پېچلی کړی، چې د راپورونو له مخې یې دواړو غاړو ته ګڼې کورنۍ بېځایه شوي. په افغانستان کې په تخمیني ډول ۱۱۵زره او د کرښې پورې غاړې ته شاوخوا درې زره کسان بېځایه شوي.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت زموږ له اړیکو سره سره د دې ارقامو د کره والي او رد په تړاو څه نه دي ویلي.

ملي دفاع وزارت له دې وړاندې ویلي و، په داسې حال کې افغان لوری د کرښې پورې غاړې ته یوازې پوځي اهداف په نښه کوي؛ خو مقابل لوری دا غاړه په قصدي ډول ملکي سیمې او د عامو خلکو کورونه هدف ګرځوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له دې وړاندې د مارچ په درېیمه په یوه بل راپور کې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو له کبله د بېځایه شویو پر وضعیت اندېښنه ښودلې وه او هغه مهال یې هم ننګرهار او کنړ هغه دوه ولایتونو یاد کړي وو، چې د نورو پرتله پکې کورنۍ یو څه زیاتې بېځایه شوې دي.

د کډوالو حقونو مدافع، عبدالرارق عدیل په دې تړاو وایي: «د کډوالۍ د یو لوی ناورین مخنیوي لپاره په کار ده، چې جګړې او ستونزې د خبرو له لارې حل شي او همدا راز د کډوالو حقونو خوندیتوب نړیوالو سازمانونو سره همکاري او همغږي رامنځته شي. له بلې خوا یواناچسيار چې د کډوالو حقونو خوندیتوب برخه کې لوی مسوولیت لري؛ باید له پاکستان وغواړي، چې په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل ودروي.»

ملګري ملتونه داسې مهال د جګړو له امله په کور دننه د افغانانو د بېځایه کېدو خبر ورکوي، چې د دې سازمان ګڼو ادارو تېر کال په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کمښت، طبیعي پېښو او نورو لاملونو له کبله د بېځایه کېدو راپورونو ورکړي وي.

نشر یې کړئ