د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله سیدعلي خامنه یي ترور د نړۍ په کچه بېلابېل غبرګونونه له ځانه سره لرل. یو شمېر هېوادونه او اشخاص د امریکا او اسراییلو دا اقدام غندي او ماتم کوي، خو یو شمېر نور بیا د دې اقدام هرکلی کوي.
ایران کې د خامنه یي ژوند بایللو له کبله ۴۰ ورځې ماتم او ۷ ورځې رخصتي اعلان شول؛ د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د امریکا او اسراییلو دا اقدام یو ستر جنایت وباله.
د ایران په ګاونډي عراق کې بیا درې ورځې ماتم اعلان شو او خلکو واټونو ته په راوتلو سره په دې اړه خپل احتجاج څرګند کړ.
د پلازمېنې بغداد په ګرین زون کې چې دولتي ودانۍ او بهرني سفارتونه ودان دي، لاریون کوونکو له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې.
روسیې او چین چې دواړه د ایران نږدې ملګري بلل کیږي، د امریکا او اسراییلو حملې غندلې دي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران ولسمشر او خلکو ته د خامنه یي د ژوند بایللو له کبله خپل تسلیت وړاندې کړی.
چین بیا پر ایران د امریکا او اسراییلو برید په خپلواکۍ یو څرګند تیری بللی او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړه.
د چین دولتي خبري اژانس سن هوا په دې اړه لیکلي: « دا بریدونه ښيي چې امریکا په هغو خبرو کې جدي نه وه چې له ایران سره یې د ایران هېواد د اټومي پروګرام په اړه پیل کړې وې. په داسې حالت کې د ځواک کارول چې ډېپلوماسي د بریالي کېدو په حال کې وه، یو خطرناک پیغام لیږدوي.»
په امریکا کې دننه هم د خامنه یۍ ژوند بایللو په اړه دوه ډوله غبرګونونه څرګند شوي. د متحده ایالاتو د کانګرېس هغو غړیو چې له اوږدې مودې یې له تهران سره مخالفت درلود، د خامنه یي په نښه کول یې ستایلي دي.
خو د سناتور بیرني سندرز په څېر د کانګرېس یو شمیر غړیو بیا دا اقدام غندلی او هغه یې د متحده ایالاتو له اساسي قانون او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې بللی.
سناتور بیرني سندرز ویلي: « دا اقدام د امریکا متحده ایالاتو له اساسي قانون او نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی. د امریکا متحده ایالاتو د کانګرېس غړي باید د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره د ټرامپ د لا زیاتو پوځي ښکېلتیاو مخه ونیسي.»
د دې په ځواب کې سناتور لینډسي ګراهام بیا د ټرامپ مشري وستایله او ویې ویل، دی د امریکا د حکومت په اقداماتو ویاړي. ګراهام وړاندې ویلي چې ولسمشر ټرامپ د جمهوریت غوښتونکو د بهرني سیاست لپاره یو نوی ستنډرډ ټاکي.
د ایران ولعهد رضا پهلوي چې په جلا وطنۍ کې ژوند کوي، اعلان یې کړی چې خامنه یي نور د تاریخ له پاڼو حذف شو.
د هغه په خبره، اسلامي جمهوریت خپل پای ته نږدی دی او د ایران له خلکو یې غوښتي چې د بدلون لپاره د پرېکنده شېبې لپاره چمتو شي.
هاخوا د اوکراین حکومت په رسمي پاڼو کې د خامنه یي په نښه کول ستایلي او دا یې د یوه دېکتاتور مرګ بللی.
خو د استرلیا لومړي وزیر انټوني البانیز بیا د ایران پر اټومي او میزاییلو پروګرام کې د خامنه یي ونډې ته په اشارې، خبریالانو ته ویلي: « د خامنه يي په مرګ به ماتم ونه شي.»
آیت اله خامنه یي د امریکا او اسراییلو په ګډو هوايي بریدونو کې ژوند بایلود. هغه ۸۶ کاله عمر وکړ او د ایران تر ټولو اوږدې مودې مذهبي مشر پاتې شو.
د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ګارد(سپاه) د خپل مشر د غچ اخستلو ګواښ کړی، هغه څه چې وخت به یې شونتیا په ډاګه کړي.