د هلمند ولایت دولتي ادارو مسوولینو د «ښاري خبرو اترو» تر سرلیک لاندې په جوړه شوې ناسته کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د خپلو تېرو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.
په دې ناسته کې٢٠ دولتي ادارو برخه اخستې وه. په یاده ناسته کې د برېښنا ریاست مسوولینو ویلي، د کجکي بند د برېښنا ثبات او پراختیا په موخه د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلې کېږي. دغو پروژو کې د برېښنا لینونو غځونه، د بند توربینونو او سبسټیشنونو جوړونه شامل دي چې په دې سره به د کجکي برېښنا ظرفیت لوړ شي.
د هلمند برېښنا پراختیايي آمر انجینر عصمت الله همت وايي: « زموږ په پلان کې ۱۵ پروژې دي چې له ډلې یې۴ پروژې بشپړې شوې او یو شمېر تر کار لاندې دي. په ټولیزه توګه د دغو پروژو لګښت ۵۱۲ میلیونه کېږي.»
بله خوا، د هلمند امنیه قوماندانۍ مسوولین وایي، تېرو دوو میاشتو کې یې ٢٩٥ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور او ١٩٥ نور بیا د نشه يي توکو په تړاو نیولي او دغه راز يې تر ۱۰۰۰زیات په نشه توکو روږدي کسان د درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي.
د هلمند امنیه قوماندانۍ ویاند نثار احمد مهاجر وايي: « په تېرو دوو میاشتو کې د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۲۹۵ تنه مظنونین نیول شوي او تر لومړنیو څېړنو وروسته د قانوني مراحلو طی کولو لپاره اړوند عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي. همدارنګه ۷۲ تنه مظنونین نیول شوي ، ۱۰۶۹ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او په دې موده کې۱۹۰ تنه روږدې کسان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.»
د هلمند پوهنې ریاست مسوولینو بیا په دې ناسته کې ویلي چې په دې ولایت کې٢٤٠٠ ښونیز مرکزونه فعال دي او شاوخوا ۴۰۰ زره زده کونکي په کې زده کړې کوي.
همدارنګه دسوداګرۍ خونې مسوولینو ویلي چې د هلمند سوداګرو ته یې په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرۍ زمینه برابره کړې ده.
د هلمند سوداګرۍ خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي وايي: « موږ له ځینو هېوادونو سره مجلسونه کړي چې له ډلې یې ایران، ترکیې، ازبېکستان او مالېزیا سل سلنه ډاډ راکړی. زه خپله دا ۲۵ کاله کېږي چې چین ته تګ راتګ کوم او د هغوی له کونسل سره مو هم مجلسونه کړي او ډاډ یې راکړی دي.»
د ۲۱۵ عزم قول اردو د لوجسټیک آمر نقیب الله وايي: « موږ د خپل پرسونل ۶۰ سلنه له مسلکي زده کړو فارغ کړي او همدارنګه د مسلکي او تخنیکي زده کړو په آمریت کې دامهال ۲۵۶ تنه مجاهدین په زده کړو بوخت دي.»
په ورته مهال، د هلمند والي د ناستي ګډونوالو ته ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت بودیجه به په شفاف ډول د خلکو ستونزو ته د رسېدنې برخه کې ولګول شي.
والي زیاته کړې، هغه ځوانان چې پیسې لري، خو د کاروبارونو په اړه پوهاوی نه لري، د اړوندو ادارو سره به کار وکړي چې هغوی ته د ځانګړو لارښونو له لارې د کار زمینه برابره شي.
هلمند والي مولوي امان الدین منصور وايي: « هرڅومره بودیجه، تخصیص او بودیجه چې اسلامي امارت د دې ولایت لپاره زموږ په واک کې راکوي، یوه افغانۍ به یې هم بې ځایه نه لګول کېږي او ټولې به د هلمند لپاره مصرف شي. د اسلامي امارت له راتګ سره ډېرې سترې پروژې په دې وطن کې پيل شوې دي.»
د هلمند ولایتي مسوولین دغه راز وايي، واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو راهیسې د دې ولایت لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه پراخ شوي، لویې لارې رغول شوې او د بېکارۍ له منځه وړلو برخه کې ګڼې پروژي پلې شوې دي.