د اسلامي امارت مرستیال ویاند په روان ژمي کې له ګاونډیو او په تیره بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په اشارې وايي، چې په تېر یو کال کې کابو درې میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه راستانه کړای شوي دي.
حمدالله فطرت د دې ترڅنګ، چې راستانه شویو کډوالو ته د بشري مرستو د ویش لړۍ په لا چټکولو د ټینګار ترڅنګ وایي، چې اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو راستانه شویو کډوالو ته سرپناه او د ژوند نورې اسانتیاوې برابری کړي.
نوموړی وایي: «د دغو ۲۸ لکه مهاجرینو لپاره اسلامي امارت ټولې اسانتیاوې برابرې کړې وې. هغوی ته یې په سرحدونو او فرضې کرښې ته څېرمه مرکزونه او موقت مېشتغالي جوړ کړي وو، چې له لارې یې وکولی شو د هغوی د ثبت، تثبیت، راجستر کېدو، لومړنیو صحي خدماتو، غذا او درمل برابر شي. دا ټولې اسانتیاوې هلته په کمپونو کې ورته ارائه شوې وې.»
ښاغلي فطرت دا څرګندونې داسې مهال کړې دي، چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال او هېواد ته راستنې شوې کډالې کورنۍ د پاکستان د پوځي رژیم له ناوړه چلند نه سر ټکوي.
دوی وايي، چې پاکستان پوځ د ناوړه چلند او نورو کړاوونو سربیره د شپې لخوا د افغان کډوالو کورونو ته ورننوځي، دوی نیسي او تر توقیف وروسته یی په اجباري ډول افغانستان ته را استوي.
افغان کډوال همدا راز وایي، چې پاکستاني چارواکي دوی ته دا اجازه هم نه ورکوي، چې د خپل کور وسایل وپلوري. دوی له نړیوالو سازمانونو غواړي، چې په اسلام اباد فشار راوړي، څو له دا ډول چلند نه لاس په سر شي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال سید نقیبالله هاشمي وایي: «له تېرو درې ورځو راهیسې د پښتونخوا په قبایلي سیمو او ښارونو کې پاکستاني پوځ د کورونو ورانول پیل کړي. په کمپونو کې یې د څښاک اوبه پرې کړې. ښوونځي یې وتړل او برېښنا یې پرې کړه.»
له پاکستان راستون شوی افغان کډوال؛ سردار بیا وایي: «ظلم یې داسې و، چې موږ ته یې ویل تاسو په کراره ووځئ. نه مو کوټې، ریشکې (چې د ریکشا جمع ده)، موټر سایکل او نور ټول څیزونه یې رانه ضبط کړل. موټر یې هم رانه ظبط کړل. هېڅ شی یې راته پرېنښودل.»
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې UNHCR او د کډالو نړیوالې ادارې IOM په یو ګډ راپور کې، چې د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۶مه نیټه خپور شو، پکې راغلي دي چې یوازې په جنوري میاشت کې د افغان کډوالو په نیولو او زنداني کولو کې اتلس سلنه زیاتوالې راغلې دی.
له دې سربیره د کډوالو د حقوقو فعالان بیا له ګاونډیو هېوادونو او په تیره بیا په پاکستان کې په خپلسرې توګه د افغان کډوالو نیولو او اجباري ایستلو ته په اشارې وايي، چې له افغانانو سره کیدونکی چلند د کډوالۍ له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.
دوی هم د کډوالو له نړیوالو ادارو څخه په اسلام اباد د فشار راوړلو غوښتنه کړې ده، څو د افغانانو پر وړاندې خپل چلند بدل کړي.
د کډوالو د حقونو فعال، عبدالرازق عدیل وایي: «د افغان کډوالو ناورین اوس له یوې انساني مسئلې ور هاخوا په یوه پټه سړه جګړه بدله شوې ده. پاکستان د افغان کډوالو په کارټونو سره له کابل او نړیوالې ټولنې څخه د امتیاز ترلاسه کولو په لټه کې دی. تر هغې، چې افغانستان او ګاونډي هېوادونه په خپلو کې یوې امنیتي هوکړې ته ونهرسېږي؛ افغان کډوال به د دغه ناندریو لومړني قربانیان وي. نړیواله ټولنه باید د اندېښنو د شریکولو پر ځای؛ عملي اقدام وکړي او د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې نېغ په نېغه له هغوی سره په اړیکه شي.»
د یادونې وړ ده، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې هم په یو راپور کې لیکلي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له یو لک او دیرش زرو نه زیات افغان کډوال د پاکستان د پوځي رژیم لخوا نیول شوي او زنداني شوي دي.