په ایران کې درېيمې اوونۍ ته د روانو سیاسي اړو دوړ پر ننوتو سربېره هم د امريکا ولسمشر غلی نه دی ناست او تازه یی په دغه هېواد کې په روان وضعیت کې د خپل هېواد ښکېلیتا په تړاو څرګندونې کړې.
په ایران کې د روان حالت له پيله ډونالډ ټرمپ څو څو ځله پر ایران د برید خبرداری ورکړی، خو تازه یې له پولېټېکو رسنۍ سره په خبرو کې د ایتالله علي خامنهاي پر مشرۍ په ايران کې د دولت اوسنۍ رهبرۍ د بدلون خبره کړې.
ټرمپ خامنهاي د خلکو پر وړاندې د زور او زور زیاتیو پر کارولو تورن کړی او د نوموړي په ټکو خامنهاي خلک وژني.
ټرمپ زیاته کړې:« ایران کې د نوې رهبرۍ د رامنځته کېدو وخت رارسېدلی.»
د هغه په خبرو کې د ژوند لپاره ایران تر ټولو بد ځای او مذهبي مشر یې ناروغ بللی، چې په وینا یې د دې پرځای چې په وړ او سم ډول حکومتولي وکړي، اعتراض کوونکي ځپي او خپل کنټرول پراخوي.
ټرمپ دغه خبرې د ایران د مذهبي مشر له هغو پرلپسې ټویټونه وروسته کړې، چې په کې د امریکا متحده ایالت د ایران په روانو سیاسي بې ثباتیو او لاریونونو کې ښکېله بللې وه.
خامنهاي پر خپله اکس پاڼه کې ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول هلته د ایرانیانو په وژونو او ویجاړیو کې ښکېل بللی و.
هغه زیاته کړې:« امریکایانو په ډېر هڅو او پراخو موخو دغه فتنه رامنځته کړه. خو وروسته له هغې چې د ایران ملت په ۱۲ورځنۍ جګړه کې امریکا او صهیونیزم ته ماته ورکړه، نن یې هم د الله په فضل هغوی مات او فتنه له منځه یووړه.»
د ځینو راپورونو له مخې په ایران کې د روانو تاوتریخجنو اعتراضونو له پیلېدو راهیسې شاوخوا ۱۲زره تنه وژل شوي، خو دغه شمېرې ایران په رسمي توګه نه دي تایيد کړې.
ټرمپ وړاندې د معترضینو د ځپلو په غبرګون کې پر ایران د پوځي برید خبرداری او له لاریون کوونکو سره یې د مرستې خبر ورکړی و، خو د دې خلاف یې تېره سه شنبه د لاریونوالو په وژنه کې د پاموړ کمښت د راتلو ویلي و.
دې ټولو ته په کتو لا هم پر ایران د امریکا متحده ایالتوړ د برید او نه بريد په تړاو کره مالومات نه شته او سپنې ماڼۍ هم ویلي، چې د برید په تړاو یوازې ټرمپ خبر دی.