Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

ننګرهار کې د انځورګرۍ(نقاشۍ) او خطاطۍ د هنر یو شمېر استادان وايي، ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي وضیعت خرابېدو، عصري ټکنالوژۍ زیاتېدو او ځوان نسل د لېوالتیا کمېدو له امله، دغه هنرونه د ورکې او سقوط له خطر سره مخ دي.

د دوی په خبره، پخوا په ننګرهار کې د یادو هنرونو له ۵۰ ډېر مرکزونه موجود وو، خو اوس دا رقم له نیم هم کم شوی او لامل یې دغو هنرونو ته د پاملرنې نه کېدل دی.

ننګرهار کې د خطاطانو او انځورګرانو ټولنې مشر شېرالرحمن وايي:« په تېرو وختونو کې موږ دلته د خطاطۍ شاوخوا پنځوس دوکانونه لرل، خو اوس دا شمېره تر شلو پورې راټیټه شوې.»

انځوګر ثاقب کاکړ وايي: « لامل یې دا دی چې نندارتونونه نه شته او دغه راز د هنر د ودې لپاره په ختیځ زون کې د هنرونو پوهنځی نه شته. که چېرې له دې وړاندې پاملرنه شوې وای، اوس به دا ستونزې ډېرې کمې وي.»

د خطاطۍ او انځورګرۍ هنر لارویان وايي، که د ختیځ زون په پوهنتونو کې د یادو هنرونو ځانګړې څانګې جوړې شي او دغه راز، د خطاطۍ او نقاشۍ اثارو لپاره په سیمه ییزه او ملي کچه نندارتونونه جوړ شي، دا هنرونه به د ورکېدو له خطر وژغورل شي.

خطاط صداقت وايي: « حکومت باید موږ ته یو مناسب ځای په واک کې راکړي، ترڅو خپل اثار په کې نندارې ته کېږدو او ځوانان دې کار ته وهڅول شي.»

خطاط خان ولي بارکزی وايي: « باید د افغانستان په کچه یو ملي نندارتون جوړ او دا خلک ورته راوبلل شي. که موږ نورې نړۍ ته وګورو، هغوی د هنر د هرې برخې لپاره د لیسانس تر کچې زده کړې کوي او ځانګړي پوهنځي لري.»

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین په دې ولایت کې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنرونو د ژوندي ساتلو په موخه د خپلو هڅو خبره کوي او وايي، په پلان کې ده چې راتلونکې نارنج ګل دودیزه مشاعره کې د دې هنرونوو د ژوندي ساتلو لپاره په دې برخه کې پنځول شویو اثارو ته ځانګړی نندارتون جوړ کړي.

د دوی په خبره، له دې سره به هنرمندان د خپلو توکو لپاره بازار ومومي او هم به خلک د دې هنر زده کړې ته وهڅېږي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي: « سږ کال موږ دوی ته یوځای په پام کې نیولی، ترڅو دوی ته نندارتون جوړ کړو او هنر مندان په کې خپل اثار نندارې ته کېږدي.»

ننګرهار یو له هغو ولایتونو دی چې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنرونه یې له اوږدې مودې راهیسې ژوندي ساتلي، خو وروستیو کې د عصري ټکنالوژۍ پراختیا، ماشیني تولیداتو زیاتوالي او د ځوان نسل د لږې لېوالتیا سربېره، د دې هنر له لارویانو څخه ملاتړ نه کېدل سبب شوي چې دا هنر کمرنګه او ان د ورکېدو له خطر سره مخ شي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري
فرهنگ او هنر

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

جنوري 14, 2026
د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

جنوري 7, 2026
خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

دسمبر 31, 2025
د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه
فرهنگ او هنر

د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه

دسمبر 31, 2025
هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده
فرهنگ او هنر

هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده

دسمبر 17, 2025

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist