Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: وچکالي، کډوال او د مرستو کمېدل افغانستان کې د بشري کړکېچ بنسټیز لاملونه دي

ملګري ملتونه: وچکالي، کډوال او د مرستو کمېدل افغانستان کې د بشري کړکېچ بنسټیز لاملونه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/18

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري چارو همغږۍ کوونکي په هېواد کې د بشري وضعیت د خرابېدو لوی لاملونه پرله پسې وچکالۍ، له ايران، خيبرپښتونخوا او پاکستانه د کډوالو راستنول او له مرستندويه بنسټونو سره د نړيوالو مرستو کمېدل بللي.

انډريکا راټواټه وچکالي د ۷۰ سلنو افغانانو د غذايي خونديتوب د اغېزمنېدو سبب بللې او زياته کړې يې ده چې ملګرو ملتونو د يادې اغېزمنتيا د مخنيوي لپاره د غوښتل شوې بسپنې ډېره کمه برخه ترلاسه کړې ده.

د نوموړي په خبره، ملګرو ملتونو د بوديجې کمښت له امله په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ روغتيايي او ۳۰۰ د خوراکي خدمتونو وړاندې کولو مرکزونه تړلي او له دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون، ميليونونه افغانان په اقتصادي او روغتيايي برخو کې سخت اغېزمن شوي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی انډريکا راټواټه وايي: « افغانستان درېيو بحرانونو ځپلی؛ لومړی وچکالي ده چې د شاوخوا۷۰ سلنه نفوس د خوړو خونديتوب يې اغېزمن کړی؛ دويم له ايران او پاکستانه د ۲.۵ميليونه افغانانو بېرته راستنېدل دي او درېيم هم د افغانستان لپاره په ډراماټيکه بڼه د نړيوالو مالي سرچينو کموالی دی چې يوازې ۳۷ سلنه  مرستې يې په لاس کې لرو.»

په ورته مهال، افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام(ډبلیو.اېف.پي) استازي له اسوشيېټيډ پرېس اژانس سره په تازه مرکه کې ويلي، له ۲۰۲۲ زېږدیز کال راهیسې او په ځانګړي ډول له ۲۰۲۴ کال وروسته د نړيوالو بشري مرستو کمېدو، په افغانستان کې تر نورو زيات ښځې او ماشومان اغېزمن کړي.

نوموړي اندېښنه ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې به په بې مخینې توګه د ميندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو او دغه راز ماشومانو د خوارځواکۍ کچې لوړېدل، افغانستان کې بشري کړکېچ نور هم پراخ کړي.

په افغانستان کې د خوړو نړيوال پروګرام استازی جان ايلايف وايي: « په راتلونکو ۱۲ مياشتو کې به په دې هېواد کې ۵ ميليونه ښځې او ماشومان سخته خوارځواکي تجربه کړي؛ داسې خوارځواکي چې د دوی ژوند ته به ګواښ پېښوونکې وي.»

په ورته مهال، د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، حکومت لا هم د خوړو خونديتوب او له ايران، خيبرپښتونخوا او پاکستان څخه د کډوالو راستنېدلو په برخه کې د نړیوالو همکاریو ته جدي اړتيا لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي معين عبداللطيف نظري وايي: « د افغانستان اسلامي امارت اقتصاد وزارت له نړیوالې ټولنې او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غواړي چې د افغانستان له خلکو سره مرستو ته ادامه ورکړي. موږ د خوراکي نا امنۍ کمولو او راستنو شویو کډوالو د وضعیت ښه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لرو. »

وموغوښتل په هېواد کې د ملګرو ملتونو له خوا د شاوخوا ۴۰۰ روغتيايي مرکزونو تړل کېدو له امله د اغېزمنو شویو خلکو او بديلو روغتيايي خدمتونو د چمتووالي او دغه راز له خوارځواکۍ سره د مخامخ ماشومانو او ښځو د کره شمېرو په اړه د عامې روغتيا وزارت د مسوولينو نظر هم واخلو، خو زموږ پرله پسې اړيکو ته يې ځواب رانه کړ.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په خپلو مياشتنيو، ربعوارو او کلنيو راپورونو کې ويلي چې د افغانستان شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او ډلې یې نږدې ۱۶ ميليونه په بېړني وضعيت کې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist