Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/14

د تسبېح‌ جوړونې هنر د هرات ولایت یو له پخوانیو هنرونو دی چې له ډېرې مودې راهیسې هنرمندان په دې برخه کې کار کولو سره د خپل ژوند چارې پر مخ وړي.

په هرات ولایت کې په لاس د تسبېح جوړولو یوه کارځای کې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰۰ جوړې لاسي تسبېح جوړېږي او سعودي عربستان، مصر، روسیې او یو شمېر نورو عربي هېوادونو ته صادرېږي.

د کارځای مسوولان وایي، د لوړ کیفیت، ځانګړې مینیاتورۍ جوړښت، دودیز ډیزاین او د ښه موادو کارولو له امله یې تولیداتو په بهرنیو هېوادونو کې ښه بازار موندلی.

د تسبېح جوړولو کارځای مالک واحد خان عرب وايي: « زموږ د کار ډېر ظرافت دا دی چې په لاس جوړېږي، ځانګړې میناتوري پرې کښل کېږي او ډېر وخت پرې کار کوو. موږ اوس ښه ډېر پېرودونکي او تر ۱۰ زره جوړو سفارش لرو، خو دا چې ډېر وخت نیسي، نه شو کولی له یوزر جوړو زیاتې تسبېح جوړې کړو. زموږ د تولید کړیو تسبېحو نیمايي مدینې منورې ښار ته استول کېږي او پاتې نورې څو هېوادونو او د افغانستان ولایتونو ته استول کېږي.»

په دې کارځای کې د تسبېح جوړولو ترڅنګ د ځوانانو د روزلو لپاره هم کار کېږي او اوس مهال په کې ۱۱ ځوانان د تسبېح جوړولو هنر په زده کړه بوخت دي.
دوی وایي، که لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شي، کولی شي دا هنر نورو ته هم ورزده کړي.
تسبېح جوړونکی محمد ایوب وايي: « موږ د غرنۍ خرما له زڼو تسبېح جوړوو، بیا پرې ځانګړې میناتوري پلې کولو. همدارنګه شاه مقصودي، ګردې، انګوري او د اوښکو په شان ډیزاینونه لرو. زموږ د ځانګړې میناتورۍ لرونکې تسبېح خاص مینه وال لري.»

له بلې خوا، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د هرات د لاسي او دودیز صنایعو له ډلې، تسبېح د دې ولایت مهم فرهنګي تولید دی او بهر ته یې لېږد د افغانستان د فرهنګ او هنر د معرفي کولو لپاره ځانګړی ارزښت لري.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « د دې برخې تولیدات لوېديځو او عربي هېوادونو ته صادرېږي. د هرات ولایت محلي اداره به له هنرمندانو څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.»

دا مهال هرات کې ۶ ډوله تسبېح جوړېږي چې پرمخ یې د سرو او سپینو زرو، مسو او المونیم میناتوري کښل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026
د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د امپراتور احمدشاه ابدالي کور ترمیم او د سیلانیانو پرمخ پرانستل شو

جنوري 7, 2026
خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

خوست کې یوه لرغونې کلا او جومات د ویجاړېدو له خطر سره مخ دي

دسمبر 31, 2025
د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه
فرهنگ او هنر

د ختیځ زون موزیم کې د لرغونو آثارو درې بعدي کولو پروسه پيل شوه

دسمبر 31, 2025
هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده
فرهنگ او هنر

هنرمندان: د بهزاد میناتورۍ له سبک سره د ځوانانو لېوالتیا په ډېرېدو ده

دسمبر 17, 2025

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist