په ایران کې له حکومت ضد لاریونونو څه باندې دوې اوونۍ تېرېږي، خو لا هم د خلکو او حکومت تر منځ د خیر اوبه نه دي توی شوي.
د دې لاریونونو په تړاو په نړیواله کچه تند غبرګونونه پارېدلي. ملګرو ملتونو او د امریکا ولسمشر په ایراني چارواکو غږ کړی چې د لاریونونو پر مهال د اعتراض کوونکو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.
ډونلډ ټرمپ په ایران کې د روانو اعتراضونو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، ایراني چارواکو ورسره اړیکه نیولې او د خبرو لپاره یې چمتوالی ښودلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي: «هو، هو. ایران د خبرو لپاره راسره اړيکه نيولې وه. د ایران مشران غواړي خبرې وکړي. فکر کوم چې دوی د امریکا له خوا له ضربې ستړي شوي دي. موږ ښايي له دوی سره وګورو. زما مطلب دا دی چې غونډه پلانېږي، خو موږ ښايي د هغه څه له امله چې پېښ شوي اقدام وکړو.»
ټرمپ زياته کړې، امریکا لوری اوس مهال د ايران په اړه د سختو انتخابونو په اړه جدي فکر کوي او په خبره یې، ډېر ژر به يې په تړاو یوه پرېکړه وشي.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « موږ دا په جدي توګه ګورو. پوځ یې په لټه کې دی او موږ د ځینو خورا قوي غوراويو په لټه کې یو. موږ به یوه پرېکړه وکړو.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بيا په ایران کې د لاریونکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې په اړه خپرو شویو راپورونو هېښ کړی او له ایران يې غوښتي چې د ولسي وګړو پر وړاندې له زغم کار واخلي او له زور زیاتي ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېرېش وايي: « زه د ایراني چارواکو له خوا د لاریون کوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د زور زیاتي کارولو راپورونو چې په دې وروستيو ورځو کې یې مرګ ژوبله اړولې، هېښ کړی يم. د بیان، ټولنې او سوله ییزو راټولېدنو د ازادۍ حقونو ته باید په بشپړ ډول درناوی او د هغو ساتنه وشي.»
بله خوا، د ایران ولسمشر هلته پر روانو لاریونو سربېره د خپل حکومت د اقتصادي تګلارو دفاع کړې. نوموړي منلې چې د اقتصاد په اړه د خلکو ترمنځ سخته بې باوري او اندېښنه موجوده ده او اټکل یې کړی چې ښايي د خلکو۸۰ یا ۹۰ سلنه دا اندېښنې پر ځای وي. مسعود پزشکیان ډاډ ورکړی چې موجوده اقتصادي ناانډولي به اصلاح کړي او په دې توګه به حکومت پر روان کړکېچ برلاسی شی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « دوی باید خپلې غوښتنې د ترهګرو او بلواګرو له غوښتنو سره ګډې نه کړي. موږ له تاسو سره ناسته کوو، که موږ ستاسو ستونزې حل نه کړې او که مو ستاسو غوښتنې وا نه ورېدې، بل ګام هغه مهال پورته کړئ.»
د ایران د بشري حقونو يوه سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، اعلان کړی چې په ياد هېواد کې د لاريونونو پر مهال لږترلږه ۱۹۲ کسان وژل شوي. نړيوالو رسنيو بيا د وژل شویو شمېر له ۲سوو کسانو لوړ ښودلی.
د چارو څارونکي وایي، زبرځواک هېوادونه غواړي د ایران اوسنی وضعیت لا کړکېچن کړي، ترڅو سیمه یوې بلې جګړې ته ور ټیل وهي.
د پوځي چارو څارونکی کامران امان وايي: « د ایران حکومت باید د خپلو خلکو غوښتنې واوري او که یې همدا اوس نه شي حل کولی، لږترلږه ژمنه دې ورسره وکړي. باید دا لاریونونه ودرول شي.»
د پوهنتون استاد سمیع رحماني وايي: « که د یوه سیمه ییز قدرت په توګه ایران د پرځېدلو خواته ځي، سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته به ډېرې ناوړه پایلې ولري.»
نېټبلاک سازمان چې د نړۍ په کچه د انټرنېټ محدودیت څاري ویلي، په ایران کې د احتجاجونو له پراخېدو سره هممهاله له ۶۰ ډېر ساعتونه کېږي چې په ایران کې انټرنیټي خدمات بند دي.