د ختیځ زون موزیم چارواکي وايي، د یوې همکارې موسسې په مرسته یې په دې زون کې د شته څه باندې ۱۴۰۰ تاریخي اثارو د درې بعدي(3D) کولو پروسه پیل کړې ده. د دوی په خبره، له دې کار موخه د دغو اثارو خوندي کول او په دې اړه کېدونکو څېړنو لپاره د اسانتیاو برابرول دي، ترڅو راتلونکو نسلونو ته دا کولتوري میراثونه په بشپړه توګه ورسول شي.
د ختیځ زون موزیم آمر ضیا الحق شاهین وايي: « موږ کوښښ کوو دا اثار راتلونکو نسلونو ته د څېړنو لپاره په درې بعدي بڼه وساتو. همدارنګه محصلینو ته زمینه برابره کړو چې په تړاو یې څېړنې وکړي.»
ننګرهار ېیشتي په ختیځ زون موزیم کې د تایخي اثارو درې بعدي کول، د دغو اثارو د خوندي پاتې کېدو او کولتوري میراثونو د لېږد برخه کې مهم بولي خو ټینګار کوي چې باید د دې موزیم لپاره ټاکل شوی ځای مسوولینو ته په واک کې ورکړل شي، ترڅو دا اثار په کې نندارې ته کېښودل شي.
دوی زیاتوي، مسوولین باید د تاریخي اثارو د خوندي کولو او د موزیم غني کولو په موخه، د تاریخي او لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی وکړي.
د ننګرهار اوسېدونکی حسن احمدي وايي: « دېته باید سم ځایونه او شیشه خانې جوړې شي او د هر یوه اثر په تړاو بشپړ معلومات ورسره ولیکل شي.»
د ننګرهار اوسېدونکی فرهاد وايي: « دا پروسه باید لا پسې اوږده شي او د ثبت په ګډون ځینې نور کارونه هم په کې شامل شي، ترڅو بهرنیو هېوادونو ته د دغو آثارو د قاچاق مخنیوی وشي.»
مسوولین بیا وايي، هڅې یې پیل کړې دي چې ختیځ زون موزیم کې د شته تاریخي اثارو نندارې اېښودلو لپاره مشخص شوی ځای چې اوسمهال په کې دیني مدرسه فعالیت لري، ترلاسه او دغه اثار په کې نندارې ته کېږدي. دوی دغه راز د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوي ته هم ځانونه ژمن بولي.
د ختیځ زون موزیم آمر ضیا الحق شاهین په دې اړه وايي: « دلته له موږ سره شته اثارو کې ډېر هغه اثار دي چې د فرضي کرښې په اوږدو کې نیول شوي. اوس هم هڅې روانې دي چې بهر ته قاچاق کېدونکي اثار ونیول شي او موزیم ته وسپارل شي.»
اوسمهال د ختیځ زون په موزیم کې د اسلامي، ثاثاني، کوشاني او بودايي دورو له ۱۴ سوه قلمو زیات تاریخي اثار شته، خو لاهم د عامو خلکو پر مخ نندارې ته نه دی اېښودل شوي.