له ماشومتوبه د تارونو او رنګونو نړۍ کې ډوب شوی، پنځه څلوېښت کاله یې د غالۍ اوبدلو هنر ژوندی ساتلی او په خبره یې، دې برخه کې يې نږدې ۱۰۰۰ کسان روزلي دي؛ خو نن د غالیو بازار د کمرنګ کېدو له امله د خپل عمر اوږدې مبارزې د پرېښودو په حال کې دی.
علي احمد له ۱۲ کلنۍ راهیسې دا هنر تر اوسه ژوندی ساتلی مګر د وختونو بدلون دا هنر له سختو ازموینو سره مخ کړی.
د ماشیني غالیو زیاتوالی، د بهرنیو تولیداتو ارزانه سیالي او له دې صنعت سره د پېرونکو کمه علاقه د لاسي غالیو بازار ورځ تر بلې کمرنګه کړی.
غالۍ اوبدونکی علي احمد وايي: « له ۴۵ کالو راهیسې په غالیو اوبدلو لګیا یم. زموږ په سیمه کې تر ۵۰ سرایونه وو چې په کې غالۍ اوبدل کېدې، خو اوس داسې یو حال راغلی چې نه څوک غالۍ اوبي او نه یې څوک اخلي. زه خپله هم له نیمې پېړۍ وروسته مجبور شوم چې دا کار نور پرېږدم.»
هرات کې نور غالۍ اوبدونکي او پلورونکي هم له ورته ستونزو سره مخ دي. دوی وایي، په کور دننه د خلکو کمزوري اقتصاد له امله د لاسي غالیو پرځای د ماشیني هغو ګټه اخیستل او د صادراتو برخه کې شته محدودیتونه هغه څه دي چې دا دودیز صنعت یې کمزوری کړی دی. دوی له حکومت او اړوند ادارو غوښتنه کوي چې نړیوالو نندارتونونو کې ورته د ګډون او صادراتو زمینه زمینه برابره کړي.
غالۍ پلورونکی امېد اکبري وايي: « زه هره ورځ سهار وختي دوکان ته راځم، تاسو باور ورکړئ د ورځې تر پایه څوک د بیه کولو لپاره هم نه راځي. زموږ کسب او تولیدات مړې ګېډې ته اړتیا لري، خو تاسو وینئ چې نن سبا د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی او نه شي کولی لاسي غالۍ واخلي، خلک اوس تر ډېره ماشیني غالۍ پېري.»
غالۍ اوبدونکی محمد ابراهیم وايي: « ما ډېر زیات غالۍ اوبدونکي لرل، خو اوس مې اکثریت رخصت کړي، ځکه چې اصلا ً بازار نه شته، څوک د دې غالیو پوښتنه هم نه کوي. ما شاوخوا ۱۲۰ ماشینونه لرل چې اوس مې راټول کړي او یوازې ۱۵ پایې فعال دي، خو د دې تولیدات هم څوک نه اخلي.»
که له یوې خوا هرات کې غالۍ اوبدونکي د لاسي غالیو صنعت کمرنګه کېدو خبر ورکوي، له بلې خوا د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان بیا وایي، روان لمریز کال کې تر اوسه نږدې ۲سوه ۲۹ زره ډالرو په ارزښت ۱۵ زره ۲۹۹ متر مربع غالۍ اسټرالیا، اتریش او جرمني هېوادونو ته صادرې شوې دي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر محمد یوسف امین وايي: « په ۱۴۰۴ کال د ۱۵ زره ۹۹ متره مربع وطني غالۍ بهر ته صادرې شوې دي چې ډالري ارزښت یې ۲۲۸ زره ۹۳۹ ډالر کېږي. دا غالۍ اتریش، جرمني او اسټرالیا ته صادرې شوې او د تېر کال په پرتله شاوخوا ۷۳ زره ډالره زیاتوالی ښيي.»
له بلې خوا، د هرات ځایي مسوولان هم د غالیو په ګډون د لاسي صنایعو ملاتړ ډاډ ورکوي او زیاتوي چې هڅه کوي بهرنیو هېوادونو کې لاسي غالیو ته د صادراتو او په نړیوالو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د فرهنګ او هنر آمر حمیدالله غیاثي وايي: « تاسو پوهېږئ هغه غالۍ اوبدونکي چې هرات ولایت کې په کار او فعالیت بوخت دي، له ډېر هنري ظرافت سره مل هڅه کوي چې مرغوب آثار تولید کړي او موږ تمه لرو چې راتلونکي کې نه یوازې د غالۍ اوبدلو بلکې نورو برخو کې هم د مثبت بدلون او رونق لیدونکي اوسو.»
د مسوولانو د معلوماتو له مخې، که څه هم څو وروستیو کالو کې بهرنیو هېوادونو ته د لاسي غالیو صادرات کم شوي، خو سږ کال د تېر کال ورته مهال په پرتله، د غالیو صادراتو کې ۷۳ زره ۸۹۳ ډالره زیاتوالی راغلی.