Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یو.اېن.ایچ.سي.آر په افغانستان کې خپل فعالیتونه په لنډمهالي ډول ودرول

یو.اېن.ایچ.سي.آر په افغانستان کې خپل فعالیتونه په لنډمهالي ډول ودرول

admin by admin
2025/09/13

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ (یو.اېن.ایچ.سي.آر) له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې چې د افغانستان حکومت له لوري د ښځو پر کار د بندیز له امله اړ شوې چې د راستنېدونکو لپاره د مرستو په مرکزونو کې خپلې چارې ودروي.

خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوې، په دې مرکزونو کې راستنو شوو ته نغدي مرستې او نور خدمات وړاندې کېدل؛ څو کډوالو ته د ژوند لومړني امکانات برابر او په ټولنه کې د بیا مدغم کېدو چارې ورته اسانه شي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د سپټمبر پر ۹مه د طالبانو له لوري د افغان ښځینه کارکوونکو د کار د بندیز په رڼا کې یو.اېن.ایچ.سي.آر اړ شو چې په ټول افغانستان کې د راستنېدونکو لپاره د مرستو مرکزونو کې خپل فعالیتونه په لنډمهالي ډول ودروي. په دغو مرکزونو کې راستنېدونکو ته نغدي مرسته او نور اړین خدمات وړاندې کېدل، څو له کلونو بې ‌ځایه‌توب او جلا وطنۍ وروسته، بېرته له ټولنې سره د هغوی یو ځای کېدل اسانه شي.»

د یو.اېن.ایچ.سي.آر خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوې، په افغانستان کې خپل کارکوونکي او په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو، خوندیتوب او امنیت ورته لومړیتوب لري.

په خبرپاڼه کې دا هم ويلي، دغه پرېکړه يې د عملیاتي اړتیاوو له مخې کړې چې په خبره یې له ښځینه کارکوونکو بغیر نه شي کولی په راستنېدونکو کې د ۵۲ سلنه مېرمنو په اړه مالومات ترلاسه کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« دا پرېکړه د عملیاتي اړتیاوو له مخې شوې؛ ځکه پرته له ښځینه کارکوونکو نه شي کېدای د راستنېدونکو ښځو چې ۵۲ سلنه جوړوي، له هغوی سره مرکې وشي یا مالومات تر لاسه شي. موږ له طالبانو سره په دې موضوع مثبتې خبرې پیل کړې او هیله‌من یوو چې داسې حل ته ورسېږو چې ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته ستنې شي.»

په دې تړاو مو د اسلامي امارت له ویاند او د هغه له مرستیال سره اړیکه وکړه؛ خو د راپور تر خپرېدو یې زموږ اړیکې ځواب نه کړې.

بل لور ته د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي اندېښمن دي چې په هره اندازه چې نړۍوالې مرستې پر افغانستان کمېږي، هومره یې په خبره اقتصادي او پولي نظام هم ضعیفه کېدای شي چې دا کار د افغانانو ستونزې زیاتوي.

دغه راز دوی زیاتوي، هغه څه چې نړۍوالې ادارې غواړي، باید حاکم نظام پرې فکر وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« د ښځينه کارکوونکو د کار موضوع هغه څه ده چې نړیوالې ټولنې په دغه برخه کې په بار بار دې موضوع ته اشاره کړې او دغه برخه کې یې له حاکم نظام د مرستې او همکارۍ غوښتنه کړې، خو له بده مرغه هغه ژمنې چې حاکم نظام په بېلابېلو بڼو او بېلابېلو بهانو سره کړې، داسې جوته وي چې دوی په دغه برخه کې هیڅ نوع همکارۍ ته لېواله نه دي. »

له دې سربېره یو.اېن.ایچ.سي.آر اعلامیه کې د خپلو چارو په تړاو د هغو ژمنتیاوو پخلی کړی چې د بې ‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو  لپاره یې بشري اړتیاوې له تېروڅلورو لسیزو راهیسې پوره کولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist