Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وثیق: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون په اړه اندېښنې بې ځایه دي

وثیق: افغانستان کې د وسله والو ډلو شتون په اړه اندېښنې بې ځایه دي

admin by admin
2025/09/13

د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق له الجزیزې ټلوېزیون سره په مرکه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او د یو شمېر هېوادونو له خوا په افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو د حضور او فعالیت ادعاوو په اړه خبرې کړې.

وثیق د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ځېنې هېوادونه له سوریې افغانستان ته د وسله‌ والو د انتقال په اړه اندېښنې مطرح کوي؛ ویلي، په افغانستان کې د هېڅ وسله والې ډلې لپاره  د فعالیت لپاره اجازه نشته.

د نوموړي په خبره، یادې ډلې د افغانستان په ګاونډ او سیمې هېوادونو کې روزنیز پټنځایونه لري.

هغه په دې اړه وايي:« موږ دغه تورونه په بشپړه توګه ردوو. د خپلو څېړنو او اسنادو له مخې، په افغانستان کې د دې ډول ډلو هېڅ مرکز یا فعالیت نشته. برعکس، افغانستان خپله د هغو ډلو د تخریبي فعالیتونو ښکار دی چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په خاوره کې روزنیز مرکزونه لري. که سیمه او نړیواله ټولنه د دغو مرکزونو پر وړاندې اقدام ونه کړي، نو ټول به یې درنه بیه پرې کړو»

وثیق په دې مرکه کې د استخباراتي کړیو له خوا د پټو شبکو رېښې له منځه وړل، د اقتصادي پروژو د تخریب لپاره د ګومارل شویو شبکو مخنیوی، هدفي وژنې او له مافیايي کړیو سره مبارزه او د هغوی فعالیتونه صفر کول په امنیتي برخه کې د استخباراتو لاسته راوړنې یادې کړې.

نوموړی زیاتوي، د داعش فعالیتونه د بهرنیو کړیو د پروژې برخه دي او په افغانستان کې د دې ډلې د موجودیت لپاره د هر ډول فرصتونو مخنیوي ته پام کوي.

وثیق په دې اړه وايي:« خو باید ووایو چې د داعش فعالیتونه د بهرنیو کړیو د پروژې برخه دي او له بهره پلانېږي. که سیمه‌ییز هېوادونه د هغوی د تګ راتګ مخه ونیسي، موږ ډاډه یوو، چې د دې پديدې بشپړ له منځه وړل ستونزمن نه دي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، په افغانستان کې د بې ثباتۍ اندیښنې تل د بهرنیو پلان شویو دسیسو له امله وي.

 د دوی په خبره که نړیواله ټولنه او په دې برخه کې ښکېل هېوادونه سیمه‌يیز ثبات ته لومړیتوب ورکړي، دغه اندېښنې به نورې پای ته ورسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي:« دا یو ښکاره حقیقت دی چې ترهګر زموږ په ځېنو ګاونډیو هېوادونو کې شتون لري، روزل کېږي، پالل کېږي، وخت ناوخت افغانستان ته رااستول شوې هم دي، ځېنو وختونو کې ځپل شوې هم دي. که چېرې نړیواله ټولنه په حقیقي مانا باندې غواړي چې په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات راشي، نو دغه دایمي سوله او ثبات نه یوازې د افغانانو پر ګټه دي، بلکې د سیمې او نړۍ  پر ګټه هم دي. نو په دې لاره کې نړیوال باید عملا اقدامات وکړي، ترڅو د ترهګرو مخنیوی پر ګډه سره وکړو.»

ځینې نور بیا پر دې باور دي چې زبرځواکو هېوادونو تل ترهګري د خپلو ګټو لپاره کارولې او هغه هېوادونه يې د ترهګرۍ ملاتړي نه دي یاد کړي چې د يادې پديدې له لارې د دوی ګټې خوندي کوي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« د ترهګرو ډلو ټپلو د روزنې او ساتنې ځاله خو پاکستان دی، دا ټولو ته مالومه ده. زما وړاندیز اسلامي امارت ته دا دی چې له دې وروسته د دغو نړیوالو هېوادونو، تورونو او نیوکو ته د یوه وېښته په اندازې ارزښت ورنه کړي او پر دې مسایلو باندې بحث هم مه کوئ.»

د استخباراتو عموي رییس عبدالحق وثیق په دې مرکه کې دا هم ویلي چې په بهر کې مېشت د حکومت سياسي مخالفینو لپاره یې د سولې لار پرانیستې او د تاوتریخوالي هر ډول فعالیت یې د افغانستان پر ګټه نه دی بللی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist