په تېرو څلورو کالونو کې د ختیځ زون میوزیم آمریت ته له زرو ډېر تاریخي آثار سپارل شوي چې د اسلامي، باختري، ساساني او کوشاني دورو اړوند دي.
مسوولین وايي،، د دغو آثارو شمېر ۱ زر ۳۸۷ قلمو ته رسیږي چې یو شمېر يې نورو هېوادونو ته د قچاق کېدو پر مهال نیول شوي او ځینې دې آمریت ته د عامو خلکو له خوا سپارل شوي دي.
په ختیځ زون کې د میوزیم آمر ضیا الحق شاهین شېرزاد وايي: « دا آثار د مختلفو دورو دي چې زیات یې په اسلامي دورې پورې تړلي آثار دي، دغه راز د کوشاني دورې، د ساساني دورې او باختري دورو آثار هم دي. تر ډېره دا آثار د قاچاق د مخنیوي له لارې راټول شوي دي.»
په همدې حال کې فرهنګیان تاریخي آثار د هېواد تاریخي او فرهنګي پانګه بولي او پرساتنې سربېره يې د نندارې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی سلمان وايي: « د تاریخي آثارو ساتل ډېر ښه اقدام دی، باید د قاچاق مخه یې ونیول شي. د دغو آثارو لپاره باید داسې ځای جوړ شي چې خلک یې ننداره وکړي او افغانستان خلک یې وګوري.»
د جلال اباد یو بل اوسېدونکی احمد الله وايي: « د تاریخي آثارو لپاره وړ او مناسب ځای یا میوزیم نه شته. له اطلاعاتو او کلتور ریاست او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې دلته مناسب میوزیم جوړ کړي، دا آثار په کې نندارې ته کېږدي، ترڅو خلک له خپل تاریخ څخه خبر شي.»
مسوولین ډاډ ورکوي چې د تاریخي آثارو څخه د لیدنې لپاره په سراج العمارات بڼ کې د تاریخي آثارو د اېښودولو په موخه دوی ته ودانۍ جوړه شوې، خو لا هم دا ودانۍ په رسمي توګه نه ده ورسپارل شوې.
د دوی په خبره، د دې ودانۍ تر تسلیمېدو وروسته به دوی په کې تاریخي آثار د عامو خلکو په وړاندې نندارې ته کېږدي.
د ختیځ زون میوزیم آمر ضیا الحق شاهین شېرزاد په دې اړه وايي: « یو څه کارونه یې پاتې دي، ځکه له یوې ادارې بلې ادارې ته د ملکیت اړول وخت غواړي. د دې کار مراحل هم رانږدې شوي او ډېر ژر به د میوزیم لپاره ځانګړې ودانۍ ولرو او بیا به میوزیم ور انتقال کړو.»
سره له دې چې د ننګرهار کې ډېرو سیمو ته اوس مهال سیلانیان د سیاحت په موخه ځي، خو که دغه ډول بېلابېل ځایونه او تاریخي آثارو او لرغونو سیمو ته پاملرنه ډېره شي، د خلکو په خبره د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.