د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري کابل ته د لوګر مس عینک په کان کې د موندل شویو شاوخوا ۱۴۳۰ قلمه لرغونو آثارو د لېږد پرېکړه له نیوکو او اندېښنو سره مل شوه.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دې اړه د یاد وزارت پرېکړه خواشینوونکې بللې او وايي، دا پرېکړه په اوږدمهال کې د یادې سیمې ګرځندوی ته سخت زیان اړولی شي.
زلمي خلیلزاد غوښتنه کړې چې د مسو کان د استخراج په موخه په نورو بدیلو لارو چارو غور وشي، ترڅو د غوره استخراج ترڅنګ د یادې سیمې لرغونتوب هم خوندي او له زیانه وساتل شي.
خلیلزاد زیاته کړې: « دې راپور زه خواشینی کړم. د افغانستان حکومت به ۱۴۳۰ قلمه لرغوني آثار د مس عینک له سیمې کابل ته انتقال کړي، تر څو د چین له خوا د مسو کان استخراج ته لاره هواره کړي. مس عینک یو لوی بودایي ښار و. په دې تړاو تر دې بهتره انتخابونه هم موجود وو او لاهم شته چې د کان استخراج ته اجازه ورکړي او دا لرغونې ساحه به هم خوندي پاتې شي.»
نوموړي هلته کان کېندونکی چینايي شرکت د افغانستان له لرغونو اثار سره په سطحي برخورد او بې تفاوتۍ تورنوي او له سرپرست حکومته غواړي چې د کان د استخراج لپاره پر بدیلو لارو او نویو میتودونو غور وکړي.
نوموړي له دې ورهاخوا د لرغونو آثارو د لېږد مساله تراژیدي بللې او خبرداری یې ورکړی چې له دې کار سره به افغانستان د ګرځندوی لوی ظرفیت له لاسه ورکړي.
خلیلزاد زیاته کړې: « بدیل انتخابونه ښایي په لنډمهاله موده کې نسبتا ډېر لګښت ولري؛ خو په اوږدمهال کې به افغانستان، د اېټالیا پومپي پر کچه، د ګرځندوی لپاره یو لوی ظرفیت له لاسه ورکړي. دا ټراژیدي د مخنیوي وړ ده.»
دا سیمه چې له تاریخي اړخه ۵ زره کلن لرغونتوب او قدامت لري، د افغانستان تاریخ او کلتوري میراث منعکسوي او ورسره د سیمې د تاریخ کچه هم ترې ثابیتېدای شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ یې د دې خبر پر خپرولو سربېره له دې کاره اصلي موخه د یادو آثارو پاک کاري، ابتدايي ترمیم، پېژندنه او ثبت ښودلی و.
په دې اړه یوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد آثار د ذکر شویو پروسو څخه له تېرېدنې وروسته د دایمي نندارې او ساتنې په موخه ملي موزیم ته سپارل کېږي.
لرغون پوهان وايي، د لېږدونکو تاریخي آثارو انتقال تر ډېره ستونزه نه لري؛ خو غیرمنقول یا غیرلېږدونکي آثار باید د تخریب او زیان څخه د مخنیوي او د سیمې د کلتوري ارزښت د ساتنې په موخه په موندل شوې سیمه کې حفظ شي.
لرغونپوه کتاب خان فیضي وايي: « موږ په لرغونپوهنه کې دوه ډوله آثار لرو چې منقول او غیر منقول ورته ویل کېږي. غیر منقول آثار عبارت له استوپې، معبدونو او هغو ودانیو عبارت دي چې په ساحه کې جوړ وي. د دغو آثارو لپاره د آغاخان بنسټ څه کارونه کړي او په هماغه ځای کې ساتل کېږي.»
یاد آثار چې ۵ زره کاله وړاندې د کوشانیانو او ساسانیانو دورې پوره اړونده دي او په کې له خټو، ډبرو، فلزاتو، هډوکو او لرګیو جوړې مجسمې، مسي سکې، کتیبې، کوچني منګي او منګوټي، جامونه، پیالې، څراغونه، د لاسونو تزیني کړې یا بنګړي، عقیق، لاجورد او ګڼو نور توکي شامل دي.