Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دلاور: د مخکېني نظام له مهمو چارواکو هېواد ته د راتګ غوښتنه شوې

دلاور: د مخکېني نظام له مهمو چارواکو هېواد ته د راتګ غوښتنه شوې

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

له افغان شخصيتونو سره د تماس کمیسيون په لومړي ځل د مخکېني نظام له مهمو چارواکو هېواد ته د راګرځېدو غوښتنه کړې.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست چې له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون مشري هم کوي، پخوانیو سیاستوالو ته چې اوس له هېواده بهر اوسیږي، بلنه ورکړه چې هېواد ته راستانه شي.

شهاب الدین دلاور له عبدالرب رسول سیاف، محمد محقق، عبدالکریم خلیلي او عطامحمد نور ته ډاډ ورکوي چې په راستنېدو سره به يې په هېواد کې سر او مال دواړه خوندي وي.

دلاور زیاته کړې: « استاد سیاف یو رهبر و او وايي چې شیخ القرآن او حدیث دی. ځینې وختونه له ځانه سره فکر کوم چې اې زما وروره! ته خو نور د مرګ په پوله ولاړ یې، یا هندوستان یا ترکیه او بل ځای کې؛ راشه خپل ځای ته دې راشه. نورو ته هم وایم، استاد محقق، استاد خلیلي، عطامحمد نور صاحب او نورو ټولو ته وایم، که افغانستان غواړئ، امنیت غواړئ، حکومت، اخوت او با عزته ژوند غواړئ، نو راشئ خپل هېواد ته؛ موږ له تاسو سره هېڅ حساب نه لرو، مګر د حق العبد حساب جلا دی.»

په همدې حال کې ځينو بېرته راستنو شویو پخوانيو چارواکو ته چې پخواني نظامي افسران، جنرالان او د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر عارف نورزی هم په کې شامل دي، د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول.

دلاور ډاډ ورکوي چې د عفوې د فرمان پر بنسټ هېڅوک يادو کسانو ته ستونزې نه شي جوړولی او پخوانۍ کړنې یې چې حق العبدي مسایل په کې شامل نه وي، معاف دي.

شهاب‌الدین دلاور په دې اړه وايي: « د عفوې فرمان زموږ د یوه ورور د کمترۍ احساس لپاره نه دی بلکې د وروڼو د اطمینان لپاره دی. امیرالمؤمنین مثل رسول الله (ص) عفوه کړې. ځینې وايي چې موږ ګناه نه ده کړې، زه هم وایم چې ته ګنهګار نه یې، راشه خپل کور ته. که څوک وايي چې زه ګنهګار یم، نو عفوه ورته شوې. موږ هېچا ته نه دي ویلي چې له هېواده لاړ شي.»

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر محمدعارف نورزی، د ملي دفاع وزارت د ډیاک پروسې پخوانی ریيس جنرال غلام فاروق پرواني او په نظامي چارو کې د پخواني ولسمشر سکرټر جنرال محمد کریم کوهستاني هم په تازه بېرته راستانه شویو کسانو کې شامل دي.

دوی د خپلو خبرو پرمهال د خلکو ترمنځ پر یوالي او همدا راز په مشترکه توګه د هېواد پر آبادۍ او بیا رغونې ټینګار وکړ.

د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر عارف نورزی وايي: « وطن ناموس دی او پر موږ حق لري. موږ ټول په دې وطن کې د وروڼو په څېر اوسېږو او د افغانستان د خلکو خدمت کوو.»

د ملي دفاع وزارت د ډیاک پروسې پخوانی ریيس جنرال غلام فاروق پرواني وايي: « په پردي وطن کې سخت په تکلیف وم. کله چې موږ له ایرانه حرکت وکړ، د تماس له کمیسیون یې اړیکه وکړه او له موږ سره ډېر انساني چلن وشو او ما فکر وکړ چې همدا اوس له مور څخه زېږېدلی یم. کله چې ایران څخه افغانستان ته ننوتم، خپله خاوره مې مچي کړه.»

په نظامي چارو کې د پخواني ولسمشر سکرټر جنرال کریم کوهستاني وايي: « ما د بې وطنۍ درد نه و لیدلی، بې وطني ډېره سخته ده، زلت لري، تحقیر او توهین لري.»

له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د مالوماتو له مخې، د کمیسیون د چارو له پيل راهیسې شاوخوا ۱۱۵۰ افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته راستانه شوي چې وزیران، معینان، جنرالان او د پخوانۍ ملي شورا غړي په کې شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist