Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان او پاکستاني چارواکو د سياسي او اقتصادي همکاريو پر زياتولو خبرې کړې

افغان او پاکستاني چارواکو د سياسي او اقتصادي همکاريو پر زياتولو خبرې کړې

shamshadnews by shamshadnews
2025/07/09

د افغانستان او پاکستان بهرنیو چارو وزارتونو استازو د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د ګډو سیاسي، اقتصادي  او ټرانزیټي همکاریو په اړه، د سیاسي مشورتي مکانېزم لومړی پړاو ناسته ترسره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په دې ناسته کې له پاکستاني چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي مسایلو ترڅنګ د بندیانو او کډوالو پر وضعيت او دغه راز ناروغانو او سوداګرو ته د وېزو پر اسانولو بحثونه شوي.

 د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي، دې ناسته کې پر سیمه ‌‌يیز ثبات او  د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو پر پيلولو هم ټینګار شوی. 

تکل په دې اړه وايي: « دواړو لوریو په دوه اړخیزو سیاسي مسایلو سوداګرۍ، ټرانزیتي همکاريو او سیمه‌ییز اتصال خبرې وکړې. همدا ډول په سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي مسایلو هم د نظر تبادله وشوه.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په ورته څرګندونو سره اعلاميه خپره کړې او ویلي يې دي، د دې ناستو لړۍ کابل ته د ياد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار له سفر وروسته پيل شوې.

 په اعلامیه کې راغلي، دواړه هېوادونه به په راتلونکې کې د یاد مکانېزم نورې مشورتې ناستې هم وکړي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: « زما اکثریت دا نظر وي چې مذاکرات، خبرې اترې، ډیالوګ او دا ډول مکانیزمونه باید وي او له دې لارې د کابل او اسلام اباد د تشویشونو هواری کېږي، بله لار نه شته. د زرو لارې، د طاقت د استعمال لارې او په رسنیو، سیمه ییزو او نړیوالو فورمونو کې پر یوبل تورونه لګول د ستونزو حل نه دی، بلکې ستونزې لا پېچلې کوي او بې اعتمادي رامنځته کوي. کله چې اعتماد وي، خبرې او مذاکرات وي، نو د ستونزو حل ته لارې پيدا کېږي.»

د اقتصادي چارو شنونکي ادعا کوي چې پاکستان تل افغان سوداګرو ته دوامداره ستونزې ایجاد کړې او دې ته په پام وايي، دا هېواد له افغانستان سره د اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په برخه کې هېڅکله د ثبات او باور فضا نه ده رامنځته کړې.

د دوی په خبره، د اسلام اباد دې غلطو پالیسو له امله د دواړو لوریو سوداګر سخت زیانمن شوي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زه فکر کوم له اوږدو کالو راهیسې پاکستانیانو په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی او هر وخت د تجارت پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي. همدا لامل دی چې افغانستان پر بدیلو لارو فکر وکړ او له پاکستان سره د افغانستان سوداګرۍ په شدت کمه شوه. که پاکستانیان په خپلو خبرو او ژمنو عمل وکړي، دا به هم د افغانستان او هم د پاکستان په ګټه وي.»

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي مشورتي مکانېزم لومړي پړاو ناسته داسې مهال کېږي چې پاکستان افغان سوداګرو ته له افغانستانه د تازه مېوو او نورو توکو پر صادراتو مالیې زیاتې کړې او په دې توګه يې د افغانستان صادراتو پر وړاندې خنډونه ايجاد کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist