Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/19

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ملي موزيم په نوښت د موزيم نړيواله ورځ ونمانځل شوه.

د دې ورځې په نمانځغونډه کې چارواکو وویل، د افغانستان په ملي موزيم کې داسې آثار هم شته چې مخينه يې شاوخوا ۵ زره کلونو ته رسېږي.

دوی په تېرو څو کلونو کې د تاريخي آثارو ساتنه او رغول او بهر ته يې د قاچاق مخنيوی خپلې لاسته راوړنې ګڼي او ډاډ ورکوي چې د بل هر وخت پرتله اوس مهال بهر ته د يادو توکو د قاچاق مخه په جدي توګه نيول شوې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ معين عتیق‌الله عزيزي وايي:« که څوک په دې سترګې پټوي چې په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان د تاریخي آثارو د حفاظت لپاره چې کوم ګامونه پورته شوي، بیلګه یې په تېرو ۲۰ کالو کې څه چې په تېرو ۴۰ کالو کې هم نه لیدل کېږي. دلته د قاچاق مخه ونیول شوه، قاچاقبر محاکمو ته وسپارل شول، د افغانستان سرحدونه محفوظ شول او د افغانستان له هوايي ډګرونو د قاچاق مخه ونیول شوه.»      

عزیزي د تاريخي آثارو په ساتنه کې د نړيوالو بنسټونو رول مهم بولي او له همدې کبله غوښتنه کوي چې ياد بنسټونه دې د افغانستان تاریخي آثارو پر ساتنې او رغولو پانګونه وکړي.

عزیزي په دې اړه وايي: « موږ اوس د نړۍ پر سطحه دا خبره کولی شو چې د افغانستان ټول تاریخي آثار چې د بېلابېلو دورو او پېړیو نمایندګي کوي، د افغانستان په ملي موزیم کې شتون لري او ساتل کېږي. موږ پر نړیوالو هم غږ کوو چې د افغانستان له دې فرهنګي، لرغوني او تاریخي موزیم سره همغږي ولري او دلته پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې ايراني چارواکي ډاډ ورکوي چې هېواد يې له افغانستان سره د هنر او فرهنګ د ودې په برخه کې هر ډول همکاريو ته چمتو دی.

کابل کې د ايران سفارت فرهنګي اتشه سید روح‌الله حسیني وايي: « په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د فرهنګي استازي په توګه، هغو اړیکو ته په کتو چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره یې لرو، همدلته د دې چمتوالی اعلانوم چې دواړه هېوادونه کولی شي په مختلفو برخو کې د موزیم په مختلفو څانګو او دغه راز د لرغونو آثارو او تاریخي آبداتو د بیا رغونې په برخه کې همکاري وکړي.»   

ملګرو ملتونو د می ۱۸مه په ۱۹۷۷ زېږديز کال د موزيم نړيوالې ورځې په توګه ونوموله.

د دې ورځې له نومولو د ملګرو ملتونو موخه په ټوله نړۍ کې د موزيمونو پراختيا او ځايي فرهنګونو له منځه تلو مخنيوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
فرهنگ او هنر

بلخ کې د خطاطۍ او انځور ګرۍ درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 19, 2026
دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه
فرهنگ او هنر

دېره اسماعيل خان پوهنتون کې د پښتنو کولتوري ورځ ونمانځل شوه

فبروري 10, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي
فرهنگ او هنر

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي
فرهنگ او هنر

حکومت: نړۍ باید له افغانستان سره د فرهنګي میراثونو ساتلو کې همکاري وکړي

جنوري 28, 2026
هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي
فرهنگ او هنر

هنرمندان: ننګرهار کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونه د ورکېدو له خطر سره مخ دي

جنوري 18, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist