• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالمتین قانع: تنقیص به د پولیسو په لیکو او وظیفوي مسوولیتونو منفي اغېز ونه کړي

عبدالمتین قانع: تنقیص به د پولیسو په لیکو او وظیفوي مسوولیتونو منفي اغېز ونه کړي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

په دولتي ادارو کې د بستونو د تنقیص او دولتي بستونو د کمولو په اړه د اسلامي امارت د رهبر ترهدایت وروسته په دې اړه بېلا بېل راپورونه ورکړل شول چې په ځینو برخو کې يې اندېښنې هم له ځانه سره لرلې.
سره له دې چې د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره په خبرو کې له دولتي ادارو د بستونو کمېدل طبیعي چاره ګڼلې او په خبره يې دغه  کار د اداري چارو د ښه والي لپاره ترسره شوی، خو د کمېدونکو بستونو شمېر او هغه ادارې یې په ګوته نه کړې چې له دې هدایت سره مخ دي.
په همدې حال کې، داسې اوازې هم خپرې شوې چې د کورنیو چارو وزارت له تشکیل د همدې فرمان پر بنسټ ۷۰ زره کسان تنقیص شوي خو یاد وزارت دغه ارقام ردوي.

سره له دې چې د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې کره شمېر يې یاد نه کړ، خو زیاتوي چې له دې وزارت به هم یو شمېر کسان تنقیص شي.

قانع زیاتوي: « په کورنیو چارو وزارت کې هم ځینې تنقیصات شته دي، البته دا چې ۷۰ زره تنه ویل کېږي، دا خبره زه کاملاً ردوم، دا کسان ۷۰ زره نه دي، بلکې تر دې کم دي. هغه بستونه چې ورته اړتیا نه شته یا له امنیتي او خدماتي پلوه ورته اړتیا نه شته او واقعیت هم همدا دی چې کېدای شي داسې بستونه وي او شته چې اړتیا ورته نه لرو، دا به تنقیص کړو، په دې کې څه ستونزه نه شته.»
عبدالمتین قانع له شمشاد سره خبرو کې ډاډ ورکړ چې دغه تنقیص به د پولیسو پر لیکو او وظیفوي مسوولیتونو منفي اغېز ونه کړي.

د نوموړي په خبره، اوس مهال د ښځو په ګډون ۲۵۰ زره پولیس پر دندو بوخت دي.
دی زیاتوي، د دې وزارت په تشکیل کې ۲زره ښځینه پولیسې دنده لري چې د اړتیا له مخې ورته دندې سپارل شوې او د ښځینه پولیسو ډېره برخه د اسلامي امارت په راتګ سره جذب شوې دي.
قانع په دې اړه وايي: « د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د پولیسو تشکیلات څه کم یا زیات له ۲۰۰ تر ۲۵۰ زرو تنو پورې دي. دا پولیس د جرایمو په مخنیوي، امنیتي او خدماتي برخو کې فعالیت لري. تقریبا ً که دقیق ارقام وړاندې کړم ۱ زر ۹۹۵ تنه ښځینه پولیس له موږ سره شته دي چې ټولې یې مسلکي دي او خدمات وړاندې کوي.»   

د کورنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه په کوردننه د پوځي تجهیزاتو د ترمیم، د رنجر موترونو په ځای د نویو پوځي موترونو د استعمال او د پولیسو لپاره د مشخص شوي یونیفورم د کارونې ډاډ ورکوي.
دی زیاتوي، د پولیسو لپاره نوی یونیفورم مشخص شوی چې د بودیجي تر تصویب وروسته به د یونیفورم پر جوړولو کار پیل او راتلونکي کال کې به ټول پولیس پر دې یونېفورم ملبس شي.

عبدالمتین قانع په دې اړه وايي: « د راتلونکي کال لپاره ښه تصامیم نیول شوي او تمه ده چې په دې نوي کال کې د بودیجې له تصویب وروسته به قرارداد وشي او ټولو پولیس ځواکونو ته به یونیفورم ورسوو.» 

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند د کورني امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي، یو ځل بیا له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د امنیتي ګواښ پېښېدو اندیښنې هم ناسمې بولي.

عبدالمتین قانع وايي، اوس مهال افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته نه بلکې ګاونډوي هېوادونه افغانستان ته امنیتي ګواښونه پېښوي.

د قانع په خبره، دا مهال په هېواد کې د جنايي جرمونو ګراف۳۰ سلنه راټیټ شوی او په دې تړاو زرګونه کسان نیول شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو
افغانستان

صنعتکارانو ته د ځمکو د سندونو وېش پيل شو

مې 29, 2025
له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شول
افغانستان

ملګري ملتونه: نورو هېوادونو ته د تګ په تمه پاکستان کې دېره افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

مې 29, 2025
ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او قزاق چارواکو د افغانستان په اړه خبرې کړې

مې 29, 2025
ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي
افغانستان

ایراني چارواکي: ایران کې د بهرنیو اتباعو ۵۰سلنه افغانان تشکیلوي

مې 29, 2025
کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: غواړو افغانستان د کرنې او مالدارۍ له پلوه پرځان بسیا کړو

مې 29, 2025
د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده
افغانستان

د هند نړیوالو چارو شورا: له کابل سره د نوي ډيلي سیاسي تعامل نرمه او مانا لرونکې تګلاره ده

مې 29, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist