Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له قطري سیال سره لیدلي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له قطري سیال سره لیدلي

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/01

د بهرنیو چارو سرپرست  مولوي امیر خان متقي قطر ته د خپل سفر پر مهال، د دې هېواد له بهرنیو چارو وزیر سره د اړیکو پراختیا، دوه اړخیزو همکاریو او سیمه ‌ییزو موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي، په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د کابل او دوحې ترمنځ اړیکې مثبتې ګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې.

د ضیا احمد تکل په خبره،  مقتي د قطر بشري مرستې ارزښتمنې بللې او له دوحې یې د دغو مرستو د دوام غوښتنه کړې.

تکل په دې اړه وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي په دوحه کې په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محترم محمد بن عبدالعزيز الخليفي وکتل. په دې ناسته کې دواړو لوريو پر دوو اړخيزو اړيکو، مختلفو برخو کې د همکاريو پراختيا او ځينو سيمه ‌ييزو مسايلو خبرې وکړې. محترم مولوي امير خان متقي پراختيايي او بشري برخو کې افغانستان سره د قطر مرستې ارزښتناکې وبللې او د افغانستان حکومت له اړخه يې د همکارۍ ډاډ ورکړ. بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير هم افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې نږدې وګڼلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو د پراختيا پر ګڼو برخو رڼا واچوله.»

په ورته وخت کې، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي قطر له لوېدیځو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره نږدې هېواد بولي او زیاتوي، له دې هېواد سره د اړیکو پراختیا، له سیاسي انزوا د اسلامي امارت د ایستلو ترڅنګ د افغانستان نړیوال حضور زیاتولی شي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « قطر له افغانستان سره ښې اړیکې لري، زموږ په چارو کې یې منفي مداخله نه ده کړې او دغه راز له امریکا، آسیايي هېوادونو، چین، سیمه ییزو او عربي هېوادونو سره هم ښې اړیکې لري. نو که چېرې د اسلامي امارت له خوا قطري چارواکو ته قناعت ورکړل شي، افغانستان ته  د نړۍ مرستې را جلبولی او له نړۍ سره د افغانستان اړیکې ښې کولی شي. په دې سره د افغانستان ډېری ستونزې، نه یوازې سیاسي بلکې له هوايي لارې تجارتي اړیکې هم ټینګېدلی شي. په ټوله کې، له قطر سره د اړیکو پراختیا د افغانستان پر ګټه ده.»

ځینې نور بیا له قطري چارواکو سره د متقي لیدنه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهمې بولي، خو ترڅنګ یې له سرپرست حکومت غواړي چې د رسمیت پېژندنې لپاره دې د خلکو مشروع غوښتنې ومني.

د نړیوالو چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « قطر د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ مهم منځنګړی دی. دا هېواد هڅه کوي چې د سیاسي تعامل، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ له لارې د اسلامي امارت لپاره نړیوال ذهنیتونه نرم کړي، مګر له بده مرغه لاهم ځینې محدودیتونه شته او تراوسه پورې نړیوال مشروعیت ترلاسه شوی نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له قطري چارواکو سره د مولوي امیرخان متقي د لیدنې لپاره پر نوموړي د روان کال د اپریل له ۲۷مې تر مې ۴مې نېټې د سفر محدودیتونه لغوه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist