د امریکا له خوا پر ایران د اقتصادي بنديزونو زياتېدو او د پوځي اقدام ګواښونو خبرداري په سیمه او نړۍ کې اندېښنې او مخالفتونه رامنځته کړي.
روسیې، چین، ترکیې، د اروپايي ټولنې غړیو هېوادونو او ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د امریکا له لوري پر ایران احتمالي هوايي بریدونه به په سیمه کې پراخه بې ثباتي رامنځته کړي.
د ترکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فېدان په منځنۍ ختیځ کې روان کړکېچ او پر ایران د احتمالي هوايي برید په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشارې، له واشنګټن غوښتي چې له تهران سره دې د ډیپلوماسۍ له لارې موجوده اختلافونه حل کړي.
فېدان زیاته کړې:« زموږ سیمه بله جګړه او بې ثباتي نه شي زغملی. په دې موږ نه پوهېږو چې د داسې برید له کېدو سره به څه ډول تاوتریخوالی رامنځته کېږي؟ خو موږ نه غواړو چې امریکا پر ایران برید وکړي. زموږ غوښتنه دا ده چې دواړه اړخونه دې د تېر په څېر د مذاکراتو له لارې په سوله ییزه توګه اختلافي مسایل حل کړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ایران پر ضد د امریکا احتمالي پوځي اقدام یا هوايي بریدونه به د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې سترې امنیتي او اقتصادي ننګونې رامنځته کړي.
د دوی په خبره، که واشنګټن پر تهران یوازې د اقتصادي بنديزونو پر لګولو تمرکز کوي، نو بیا يې افغانستان ته مستقیم خطر او زیان نه متوجه کېږي.
د سياسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « که د امریکا او ایران ترمنځ فزیکي اقدام وشي او جګړه رامنځته شي، خامخا له سیاسي او هم له اقتصادي پلوه پر افغانستان اغېز لري او د پانګوالۍ، سوداګرۍ، وارداتو او صادراتو پر وړاندې به ستونزې جوړې کړي. خو که چېرې جګړه ونه شي او امریکا یوازې د بندیزونو او محدودیتونو لګولو لاره خپله کړي، برعکس شاید افغانستان ته یې ګټه ورسوي؛ ځکه چې ایران به یوازې افغانستان ته خپل توکي صادروي او دا افغانستان ته ګټه رسولي شي.»
خو د اقتصادي چارو شنونکي بیا په دې باور دي چې پر ایران د امریکا هر ډول پوځي بريد به په ټوله سیمه او په ځانګړي ډول پر افغانستان مستقیم منفي اغېز ولري.
دوی په ایران کې د میلیونونه افغان کډوالو ژوند او په افغانستان کې د یادو کډوالو له لوري خپلو کورنیو سره اقتصادي همکاریو ته پام زیاتوي، په دې هېواد کې بې ثباتي به میلیونه افغان کډوال هم له سختو اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « که چېرې حالات بحراني شي، بې له شکه پر افغانستان منفي اغېز کولی شي. تاسو پوهېږئ چې د افغانستان صنایع ډېر ځوان دي او کله چې بحران رامنځته شي، د ایران ټول صنعتي توکي به افغانستان ته راشي او زموږ ځوان صنایع بیا له دوی سره سیالي نه شي کولی او زموږ د کارخونو فلج کېدو سبب کېږي. زما په اند، د هر ډول بحران رامنځته کېدل پر افغانستان ژورې منفي اغېزې لرلی شي.»
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « افغانستان تر ډېره خپل نفتي توکي له ایران واردوي او که د نفتو بیې لوړېږي، د افغانستان پر بازارونو اغېز کوي. همدارنګه د سوداګرۍ په برخه کې هم موږ ډېر توکي له ایران واردوو او بندیزونه کولي شي ټرانزیټي مشکلات جوړ کړي او افغان سوداګرو ته زیان واړوي.»
د امریکا له لوري ایران ته د پوځي ګواښ خبرداری وروسته له هغې ورکړل شو چې د دې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په مارچ میاشت کې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي ته د یو لیک په استولو سره وویل چې تهران باید د خپل اټومي پروګرام په اړه له واشنګټن سره مخامخ خبرو ته کېني. خو ایراني چارواکو له امریکا سره مخامخ خبرې رد کړې او غیر مستقیم مذاکرات یې د ډیپلوماسۍ د تعقیبولو لپاره پرانیستې لاره وبلله.