Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې افغان کاروباریان: راکړل شوی مهلت ډېر کم دی

پاکستان کې افغان کاروباریان: راکړل شوی مهلت ډېر کم دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/26

په داسې حال کې چې د پاکستان له لوري افغان کډوالو ته له دې هېواد او خيبرپښتونخوا د وتلو لپاره ورکړل شوي وخت ته يوازې څو ورځې پاتې دي، هلته مېشت افغان کډوالو، کاروباريان او پانګوال دغه مهلت ډېر لنډ بولي.

دوی وايي، په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې يې له لسيزو راهيسې د ميليونونه ډالرو په ارزښت پانګونې کړې او نه شي کولی خپل ټول کاروبار او حسابونه په يوه مياشت کې راټول کړي.

په خیبرپښتونخوا کې کاروبار لرونکی سلطان عزیز وايي: « حکومت چې د مارچ تر ۳۱ مې موږ ته کوم وخت راکړی، دا ډېر کم وخت دی او باید موږ ته  لا ډېر وخت راکړي؛ ځکه دلته زموږ کاروبار او خلکو سره مو پیسې دي. د حساب کتاب راټولولو لپاره باید موږ ته نور وخت هم راکړل شي.»

په پاکستان کې مېشت ځيني نور افغان پانګوال هم غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړل شوی مهلت دې وغځول شي او په خبره يې، د افغانستان سرپرست حکومت دې هم د دوی ستونزې له پاکستان سره د خبرو له لارې هوارې کړي.

په پاکستان کې مېشت افغان ملک مجاهد شینواری وايي:« نو په دې خاطر د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو، که هرڅومره ستونزې وي، پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی او راشئ د پاکستان له ملکي او نظامي حکومت سره خبرې وکړئ، ترڅو د ضرب الاجل نېټه اوږده شي یا ختم شي.»

عمران شینواری وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو لپاره نور وخت وغواړي، ترڅو موږ په عزت خپل هېواد ته ستانه شو.»

د افغان کډوالو د ايستلو دا پرېکړه په پښتونخوا او پاکستان کې هم په ولسي کچه له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.

د دې هېواد د پارلمان پر غړیو سربېره د ځینو ملت‌ پاله ګوندونو له لوري هم له پاکستانه د دې پرېکړې د بېرته اخیستلو غوښتنه شوې.

د عوامي ملي ګوند د عالمانو کمېټې غړی مولانا خانزېب وايي: « موږ د دې پرېکړې غندنه کوو او ترڅنګ یې غوښتنه لرو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شته مسایل او ستونزې په ریاستي او سفارتي بڼه د خبرو اترو له لارې حل شي. د یو اړخیزې پرېکړې اعلانول او په داسې بڼه د افغانانو ایستل، د ولسونو او هېوادونو ترمنځ کرکه او ستونزې پیدا کوي.»

خو سرپرست حکومت د پاکستان په ګډون له ګاونډيو هېوادونو غواړي چې افغان کډوال دې پر زور له خپلې خاورې نه باسي.

د حکومت وياند په پاکستان کې افغانانو ته د لنډمهالي مهلت ورکول د اصولو خلاف ګڼي او زياتوي چې افغانان دې په خپله خوښه ستنېدو ته پرېږدي.

د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمدالله فطرت وايي:« اسلامي امارت پر هغو ټولو هېوادونو چې افغانان په کې مېشت دي، غږ کړی چې په جبري توګه د افغانانو د راستنولو مخه ونیسي. د افغانانو د جبري ستنولو لپاره د مارچ ۳۱ مې په شان پرېکړه ناسمې پرېکړې دي او د افغانانو پر حق باندې تېری دی. همدارنګه د نړیوالو او مهاجرت د اصولو له مخې هم دوی نه شي کولی یو څوک په جبر او ناڅاپي توګه له خپل هېواده وباسي.»

تازه په تازه د خيبرپښتونخوا اعلی وزير علي امين ګنډاپور چې وړاندې يې د افغان کډوالو د ايستلو په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت د پرېکړې مخالفت کړی و، په ناڅاپي توګه د دريځ په بدلولو سره دا پرېکړه پرځای بللې او ويلي يې دي چې د مارچ تر وروستيو د مهلت له پوره کېدو سره به له خيبرپښتونخوا هم افغان کډوال په زور وباسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist