په داسې حال کې چې څلور ورځې وړاندې په هېواد کې نوی ښوونیز کال پیل شو، خو د تېر په څېر له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې پاتې شوې او سږکال هم د دوی پر ثانوي زده کړو د سرپرست حکومت له لوري لګېدلي محدویتونه د څلورم کال لپاره پر خپل ځای پاتې شول.
دې ته د غبرګونونو په دوام، اروپایي ټولنې په هېواد کې د نجونو تعلیم او تحصيل له حق څخه ملاتړ کړی او ویلي يې دي چې باسواده ښځې د یوه باثباته او پر ځان بسیا افغانستان په جوړولو کې بنسټېز رول لري.
اروپايي ټولنې زیاته کړې:« افغانستان د اوږد مهاله انعطاف او هوساینې لپاره مهم دی. تعلیم یافته ښځې د خپلو حیاتي مهارتونو او پوهې په درلودلو سره د یوه پیاوړي، باثباته او له اقتصادي پلوه خپلواک هېواد جوړونکې دي. اروپايي ټولنه د زده کړو له حق ملاتړ کوي.»
له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د بریټانیا شارژدافیر د سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زده کړو محدویتونه غندلي او زده کړې يې د نجونو اساسي حق ګڼلی.
رابرټ ډېکسن ویلي، له سرپرست حکومت یې غوښتي چې د نجونو پر زده کړو محدویتونه لرې کړي. ډېکسن دغه راز د ښځو او نجونو د حقونو تأمين مساله حیاتي بللې او له نړیوالې ټولنې يې هم غوښتي چې په دې موضوع خپل تمرکز زیات کړي.
هغه زیاتوي:« په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل کېدو سره به ۴۰۰ زره نورې نجونې له زده کړو منع شي چې له دې سره به له زده کړو د منع کړای شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو تنو ته ورسېږي. دا د نجونو او افغانستان دواړو لپاره ناورین دی. زده کړه د ټولو اساسي حق دی؛ نه ځانګړی امتیاز. موږ له طالبانو غواړو چې پر زده کړو لګولي بندیزونه لغو کړي.»
له دې سره هم مهاله ځینې زده کوونکې نجونې د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر زده کړو د محدویتونو له امله اندېښنه ښیې او یو ځل بيا له سرپرست حکومت غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې يې پرمخ پرانيزي.
یوه زده کوونکې وايي: « درې نیم کاله وشول چې زموږ پرمخ د ښوونځیو دروازې بندې دي او موږ له زده کړو لرې یو. دا هغه څه دي چې موږ یې د راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې یو. له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته هم د زده کړو اجازه راکړي.»
څلور ورځې وړاندې پوهنې وزارت په داسې حال کې نوی تعليمي کال پرانيست چې تازه يې د زده کوونکو د يونيفورم طرح بشپړه کړې، خو له څه باندې درېيو کلونو راهيسې د نجونو د تعليم دوام په اړه د طرحې پر جوړولو لا هم د حکومتي چارواکو په خبره کار روان دی.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « په اوسنیو شرایطو کې تر ټولو ډېره ضروري او اړینه برخه، د صحت برخه ده. د دې لپاره باید د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې شي او خویندې حق ولري چې زده کړې وکړي او وکولی شي د افغانستان د راتلونکي نسل د ښوونې روزنې مسوولیت او په ښه راتلونکي کې یې ونډه واخلي.»
له دې وړاندې زده کړې په تمه نه شي پاتې کېدای په نوم یوه بنسټ، ملګرو ملتونو او د بښنې نړیوال سازمان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام د دوی له بنسټېزو حقونو ښکاره سرغړونه بللې وه او له سرپرست حکومت يې غوښتي چې عمر ته له پاملرنې پرته دې ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.