Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني سیاستوال: پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کېږي

پاکستاني سیاستوال: پاکستان کې له افغان کډوالو سره غیر انساني چلن کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

پاکستاني چارواکو له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پيل کړې او په یاده موده کې يې سلګونه زره کورنۍ په زور او جبر افغانستان ته ستنې کړې دي.

د پاکستان حکومت تر ټولو نوې پرېکړه کې د روانې مارچ میاشتې۳۰ نېټه افغان کډوالو ته د وروستي ضرب الاجل په توګه ټاکلې او جدي اخطار یې ورکړی چې باید له دې هېواده ووځي.

د دې پرېکړې په غبرګون کې د د دې هېواد د پارلمان غړي نيوکه کوي چې د پاکستان چارواکي د افغان کډوالو پر وړاندې غیر انساني چلن کوي او په پاکستان کې یې د دوی ژوند سخت کړی.

د پاکستان د پارلمان غړی شېر افضل مروت وايي:« د پاکستان حکومت انسانیت تر پښو لاندې کړی او په دې هېواد کې یې د افغانانو اوسېدل حرام کړي. هغوی د افغان کډوالو په سر یوه جریمه هم ټاکلې چې له مخې به یې هر افغان له ۵۰ زرو نیولې تر ۱۰۰ زرو کلدارو جریمه ورکوي؛ د افغانانو پر وړاندې لویه بې انصافي او ظلم دی. موږ په لوی لاس هڅه کوو چې له خپلو ګاونډیو سره اړېکې ترېنګلې کړو او دا چاره د پاکستان پر ګټه نه ده.»

په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، پاکستان دې د افغان کډوالو له مجبوریت ګټه نه پورته کوي او په خبره يې وخت دې ورکړي چې په خپله خوښه له دې هېواده افغانستان ته ستانه شي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ملګري ملتونو او د نړۍ هېوادونه ورته ګوري او ویني چې پاکستان له افغان کډوالو سره کوم ناوړه جنایتونه کوي او دا هرڅه د نړیوالو کنوانسیونونو په خلاف دي. زما پوښتنه دا ده چې نړۍ ولې په دې هرڅه سترګې پټوي؟ د افغانستان حکومت باید د یوه قاطع اقدام په توګه کابل کې د پاکستان سفارت وتړي.»

بله خوا په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستاني چارواکو وروستۍ پرېکړې له سختې رواني شکنجې سره مخ کړي او زياتوي چې د اختر په دې شپو ورځو کې د نيول کېدو له ويرې ښار ته نه شي وتلی.

په پاکستان کې دېره کډوال مجاهد شينواری وايي: « دا چې د پاکستان د حکومت له خوا ټاکل شوې نېټې ته ډېرې کمې ورځې پاتې دي، دلته شته مهاجران سخت اندېښمن دي. اختر ته خو ورځې پاتې دي، خو زموږ خلک حتا د روژه ماتي په برابرولو کې هم ستونزې لري. افغان مهاجرین نه شي کولی بازارونو ته لاړ شی، خو اوس نه شي کولی د اختر لپاره چمتوالی هم وکړي.»

پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سرپرست حکومت او پاکستان غوښتنه کوي چې د دوی پر وړاندې دې روان ناوړه وضیعت ودروي او افغانانو ته دې وخت ورکړي چې په خپله خوښه له هېواد ته ستانه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist