• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بښنې نړیوال سازمان: له زده کړو د نجونو منع کول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

د بښنې نړیوال سازمان: له زده کړو د نجونو منع کول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

د نوي تعليمي کال له پيل وړاندې داسې هيلې وې چې سرپرست حکومت به په ټول هېواد کې له شپږم ټولګي پورته ته هم نجونو ته د تعليم او تحصيل اجازه ورکړي، خو له نوي تعليمي کال د څو ورځو په تېرېدو سره د خلکو دا هيلې د يوه بل کال لپاره هم پر ناهيلۍ بدلې شوې.

د بښنې نړيوال سازمان په دې ډول د خلکو ناهيلي کول او نجونو ته د زده کړو اجازې نه ورکول، د سرپرست حکومت له لوري له بشري حقونو ښکاره سرغړونه بولي او زياتوي چې خپل دغه کار په هېڅ صورت نه شي توجيح کولی.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: « په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال پیل داسې مهال  دی چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده ‌کړو منع شوې او  دا بندیز له بشري حقونو سرغړونه او د توجیه وړ نه ده. طالبان باید نجونو ته هر عمر او په هره کچه ښوونځي ته د تلو اجازه ورکړي او د خپلو توپيري اجنډاوو د پلي کولو لپاره نورې پلمې ونه کړي.»

د بښنې نړيوال سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې نجونو ته د زده کړو اجازې ورکولو لپاره پر سرپرست حکومت فشار زيات کړي.

يو شمېر زده کوونکې نجونې هم د تعليم او تحصيل حق ته د لاسرسي نه لرلو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري او له سرپرست حکومته غواړي چې د زده کړو اجازه ورکړي.

زده کوونکې طيبه رستاقي وايي: « هره ورځ چې تېرېږي، زموږ هیلې هم لا مړاوې کېږي. له اسلامي امارت زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ غږ واوري. زده کړې زموږ حق دی او باید د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.»     

د سیاسي چارو شنونکي هم د ولس اندېښنو ته په کتو، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازې نه ورکولو له امله د ناوړه احتمالي پايلو اټکل کوي او ټينګار کوي چې سرپرست حکومت باید د خلکو روښانه راتلونکي لپاره نجونې ښونځیو او پوهنتونونو ته پرېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی واحق فقیري وايي: « دا د افغانانو مشکل دی او موږ باید په خپلو کې لاس په کار شو او د ملګرو ملتونو او یا له نورو نړیوالو ادارو څ په دې اړه مرسته وغواړو، خو اصلي موضوع زموږ خپله افغانان دي.»

درې ورځې وړاندې پوهنې وزارت په داسې حال کې نوی تعليمي کال پیل کړ چې د زده کوونکو د يونيفورم طرحه یې هم بشپړه کړې ده.

 له څه باندې درېيو کلونو راهيسې د نجونو د زده کړو ادامې په اړه د طرحې پر جوړولو لاهم د حکومتي چارواکو په خبره کار روان دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist