• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په سر وضع کړې جایزه لغو کړې ده

امریکا د خلیفه سراج الدین حقاني په سر وضع کړې جایزه لغو کړې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/24

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، امريکا د کورنيو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدين حقاني پر سر د مالوماتو ورکولو په تړاو لګول شوې جايزه لغوه کړې ده.

روېټرز خبري آژانس هم د ياد وزارت سرچينو له قوله د دې خبر پخلی کړی او وايي، خلیفه سراج الدین حقاني نور د امريکا له لوري د تعقيبېدونکو کسانو په نوملړ کې نه شته.

په دې اړه خپرو شویو راپورو کې راغلي، د سراج‌الدين حقاني ترڅنګ د نوموړي دوو نږدې همکارانو عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني نومونه هم د مطلوبو کسانو له نوملړه ايستل شوې دي.

د اسلامي امارت غړی حافظ انس حقاني وايي، د امریکا له لوري د حقاني او همکارانو نومونه د امريکا د جایزې له نوملړ لرې کول یو مثبت ګام دی او زياتوي چې له تور لېسته د سرپرست حکومت مشرانو ایستل هم د دوحې د هوکړې یوه برخه ده.

‏ هغه په دې اړه وايي:« دا په سياسي ډګر کې يو مثبت اقدام دی. دا ستونزه د جګړو له وخته پاتې وه او اوس چې په افغانستان کې امن دی او موږ د دوحې تړون ته ژمن يو، نو د دې عمل اړتيا نه شته. لاهم د امارت پر پنځو نورو غړیو ايښودل شوې جایزې پر خپل ځای پاتې دي او موږ هيله لرو چې هغه هم لغوه شي. دا کار به د جګړې له وخته د افغانستان او امريکا تر منځ بندې لارې پرانیزي. اوس افغانستان کې امن دی او هېڅ هېواد ته ګواښ او خطر پېښ نه دی.»

د امریکا متحده ایالتونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي او د دې هېواد د فډرالي پلټنو ادرې (اېف.بي.آی) پر وېب پاڼه لاهم د سراج الدين حقاني په تړاو د مالوماتو ورکولو ۱۰ ميليونه ډالره جايزې اعلان شته دی.

سراج الدین حقاني له عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني سره په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو پر وړاندې د خونړیو بریدونو پلان کولو او برخه اخیستلو له امله مطلوب کسان وو.

د سیاسي چارو شنونکي وایي، د بندیزونو لرې کولو تازه ګام ښیي چې ممکن د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په ډېپلوماټیک ډګر کې د اړیکو یو نوی فصل پرانیستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « هیله ده چې د نورو مشرانو په اړه هم د امریکا حکومت ورته ګام پورته کړي او له تور لېست یې نومونه وباسي؛ ترڅو په دې سره د افغانستان او امریکا ترمنځ یو نوی باب پرانیستل شي او د اړیکو رغولو لپاره اقدام وشي. په دې سره به دواړه هېوادونه وکولی شي چې په ډېپلوماټیکه او سیاسي عرصه کې له یوبل سره نږدې اړیکې وپالي.»

د بنديز لرې کېدو دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې سرپرست حکومت د پنجشنبې په ورځ د جورج ګلیزمن په نامه یو امریکایی وګړی له دوه کلن بند وروسته خوشې کړ.

د بندیزونو له نوملړه د حقاني د نوم لرې کولو په تړاو امریکايي چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د شنوونکو په اند د دې ډول بحثونو مطرح کېدل څرګندوي چې د ولسمشر ټرمپ اداره سرپرست حکومت ته د تعامل یو ډول لاس غځوي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « زه فکر کوم کوم پلاوی چې کابل ته راغی او بل دا چې د سراج الدین حقاني او دوو نورو کسانو نومونه له تور لېست ایستل کېږي، دا یو حسن نیت دی او دا چې امریکايي بندیان خوشې کېږي، دا هم حسن نیت دی. زه اټکل کوم چې راتلونکي کې به د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې لاهم ښې شي.»

افغانستان کې له تېرو څه باندې درېیو کالو راهیسې سرپرست حکومت واکمن دی. دغه حکومت د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د زده کړو او کار د بندیزونو له امله وخت ناوخت له نیوکو سره مخ وي، خو هم مهاله لوېدیځ هېوادونه د بشري حقونو د رعیت پر شرط له اسلامي امارت سره د تعامل خبرې هم کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي
افغانستان

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي
افغانستان

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني
افغانستان

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي
افغانستان

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 
افغانستان

هاشمي: افغانستان کولی شي سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د ایران ختیځو ولایتونو لاسرسی اسانه کړي 

جون 2, 2025
ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي
افغانستان

ملګري ملتونه: تېرو ۲ میاشتو کې له ايران او پاکستان نیم میلیون افغانان په زور ایستل شوي

جون 2, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist