• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نوي ښوونیز کال پیل؛ افغانې نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستلو غوښتنه کوي

د نوي ښوونیز کال پیل؛ افغانې نجونې د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانېستلو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/22

د هېواد په سړو سيمو کې نن شنبه د (۱۴۰۴ کال د وري پر ۲ یمه)  نوی ښوونیز کال پیل کېږي او یوازې به هلکان له نوي بدلونونو سره خپلو ښوونځيو ته ولاړ شي، خو له ثانوي او لوړو زده کړو محرومو نجونو تمې او هيلې د سرپرست حکومت چارواکو تر غږ پورې تړلې دي.

ځينې نجونې بیا په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته پر زدکړو د بندیزونو دوام له امله اندېښنمې دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د دوی پرمخ پرانېزي.

زده کوونکې فاطمه ساپۍ وايي:« ټولې له خپلو هېلو وروسته پاتې دي او خپلې راتلونکې اندېښمنې دي. نو حکومت ته پکار ده چې ژر تر ژره په دې موضوع باندې کار وکړي او د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانېزي.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا وایي، د ټولنې د نیمايي برخې پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو تړلو افغانې نجونې ناهيلې کړې او د هېواد په پرمختګ کې يې د دوی ونډه ننګولې ده.

د ښځو حقونو فعاله مظلفه وايي:« موږ هڅه کوو، موږ به خپله مبارزه کوو تر هغې پورې ترڅو دوی وکولی شي نجونو بېرته خپل حق ورکړي او نجونې وکولی شي چې په افغاني ټولنه کې د خپل الهي حق په اخېستلو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.»  

پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا د نوي ښوونیز کال پېلېدو په مناسب ویلي، د هېواد د سوکالۍ ، عزت، او بقا لپاره د نجونو زده کړې مهمې دي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه هېواد راتلونکې او د بهرنیانو له محتاجۍ د خلاصون لپاره د نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

کرزي زیاته کړې:« تعلیم یوازې یو حق نه دی؛ بلکې دا زموږ د هېواد او هېوادوالو د سوکالۍ، عزت او بقا لپاره یو حیاتي ضرورت دی. د نجونو د زده‌کړو منع کول د ټولنې پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ دی، ځوانان او کورنۍ د وطن پرېښودو ته مجبوروي، چې نتیجه به یې د ترقۍ له کاروانه زموږ د ګران هېواد شاته پاتې کېدل وي. لازمه بولم یوځل بیا او په ډېر تاکید د اسلامي امارت پر سرپرست حکومت  غږ وکړم چې د نجونو پرمخ د مکاتبو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، څو دوی هم وکولی شي د خپلو وروڼو په څېر تعلیم یافته شي او د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره هڅه وکړي.»

د ملګرو متلونو علمي او کلتوري سازمان( یونسکو) د موندنو له مخې، اوس مهال په هېواد کې۱.۵ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

دغه سازمان انديښنه څرګند کړې وه، که د نجونو د زده کړو پر وړاندې د اسلامي امارت تګلارې تر ۲۰۳۰ زېږدیز کال دوام وکړي، دا شمېر به له ۴ میلیونو زیات شي.

خو د پوهني وزارت چارواکي بیا عصري او دیني زده کړې د هېواد پرمختګ لپاره اړینې بولي،خو د نوي ښوونیز کال پیل سره سم د نجونو پرمخ  له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د پرانېستلو په اړه څه نه وايي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا وايي:« زموږ ټولنه عصري علومو ته هم اړتیا لري او په ځانګړې توګه په نننۍ زمانه کې. په نني عصر کې چې نړۍ اسمان ته ختلې، نړیوال کوښښ کوي چې مریخ کې ځایونه جوړ کړي، سپوږمۍ ته ولاړ شي، په فضا کې یې ځایونه جوړوي، په فضا کې یې بېلابېل ماشینونه او اصلحې نصب کړې. نو په داسې عصر کې خو بیخي موږ اړتیا لرو چې عصري علوم زده کړو او په عصري علومو کې پرمختګ وکړو.»

د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴ مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې او له هغې وروسته د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۹ مه د پوهنتونونو دروازې تړل شوې وې.

هغه وخت سرپرست حکومت دا پريکړه لنډ مهالې بللې وه، خو له شاوخوا درېيو نيمو کلونو راهیسې تر اوسه اسلامي امارت له زده کړو  د محرومو افغان نجونو دا حق نه دی تامين کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist