Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پېنټاګون: له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو کې ښکېلو مسوولینو سره حساب کېږي

پېنټاګون: له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستلو کې ښکېلو مسوولینو سره حساب کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/19

د امریکا دفاع وزارت(پېنټاګون) مسوولینو په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې یې د جګړې دوام له ستونزو ډک و او پایله یې د امریکايي ځواکونو پر زیاتو قربانیو سربېره، بې ګټې وه.

د دوی په خبره، پېنټاګون به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پروسه کې ښکېل امریکايي چارواکي هم حساب ته را وغواړي.

د پېنټاګون ویاند شان پارنېل ویلي: « زه په دې پوهېږم چې کله هر سهار له خوب پاڅېږم او ساه اخلم، نو زه د هغو خلکو په اړه فکر کوم چې ملګري یې په جګړه کې وژل شوي. زما هم۳۰ ملګري د افغانستان په جګړه کې ووژل شول. موږ او تاسو باید اوس له خپلو ځانونو پوښتنه وکړو چې دا قربانۍ د څه لپاره وې؟ د حکومت ټول چارواکي مسوول دي، که یو سرتېری وسله ورکه کړي له هغه سره حساب کېدلی شی، نو له دې لوړ پوړو چارواکو سره هم باید حساب وشي.»

د پېنټاګون ویاند دغه راز ویلي، د جوبایډن پر مشرۍ د امریکا مخکېنو چارواکو د یوې شفافې تګلارې له تعقیب پرته هغه ژمنتیاوې له پامه وغورځولې چې واشنګټن یې د نړیوالو جګړو په پای ته رسولو کې د اصل په توګه بولي.

پارنېل په دې اړه ویلي: « افغانستان په ډېر ستونزمن حالت کې را ګیر و او دا هغه څه دي چې ولسمشر ټرمپ او دفاع وزیر هېګسټ په ښه توګه پرې پوهېږي او کله چې امریکا کومې پرېکړې کوي چې په یوه جګړه کې ښکېل شي، نو دې ته بیا موږ ډېرې ژمنې لرو، موخې ته رسېدنه، د وتلو روښانه تګلاره او بریالیتوب یې مشخصې برخې دي.»

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ټينګار کړی و چې د بایډن ادارې پر مهال له افغانستانه  د امریکايي ځواکونو په عجولانه بهر کېدو سره په نړۍ کې د امریکا حیثیت ته لوی زیان رسېدلی.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا او متحدینو یې د ټریلیونونو ډالرو په لګولو سربېره هم په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسوله.

د دوی په خبره، واشنګټن د افغانستان په جګړه کې په سیاسي او امنیتي برخو کې ناکام و.

د سياسي چارو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل چې له هره اړخه بررسي کړو که دا اقتصادي اړخ و، که سیاسي او نظامي، د امریکا حیثیت ته یې زیان ورساوه. دوی هغه هدف ته ونه رسېدل چې لپاره یې افغانستان ته راغلي وو. د دې جګړې لګښتونه د امریکا پر اقتصاد بار و، د نشه يي توکو قاچاق ورځ تر بلې په زیاتېدو و او افغانستان کې نا امني ورځ تر بلې ډېرېدله.»

د سياسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « امریکا افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وه راغلې بلکې دوی په حکومتوالۍ کې د خپلو سیاسي ګټو د تأمین لپاره راغلي وو. اوس چې دوی په دې اړه پيغام لري چې ولې له افغانستانه ووتل او هغه کسان محاکمه کوي چې د وتلو په پرېکړه کې دخیل وو، دا د دوی خپل کار دی. افغانستان غواړي اقتصادي او سیاسي خپلواکي ولري.»

بله خوا، سرپرست حکومت بیا د ټرمپ وروستیو څرګندونو ته چې په افغانستان کې يې د پاتې شویو امریکايي وسلو په اړه درلودې ویلي، دغه وسلې غنیمت دي او د افغانستان د امنیت او دفاع لپاره به وکارول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026
په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي
افغانستان

په افغانستان کې د یوناما ماموريت د درېيو نورو مياشتو لپاره غځول کېږي

مارچ 15, 2026
پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

پر فرضي کرښه د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي

مارچ 12, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist