• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو

هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

هرات  ولایت کې د پیام نور نندارتون کې ۷۵ هنري آثار چې د ۴۰ استادانو له خوا جوړ شوي، د انځورګرۍ، خطاطۍ او سینګاري هنر (تذهیب) په برخو کې د خلکو پر مخ د څلورو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوې دي.

د نندارتون جوړولو مسوول عبدالله عثماني وايي: « دغه نندارتون د مبارکې روژې په مناسبت جوړ شوی چې په کې د ۴۰ تنو استادانو ۷۵ هنري آثار نندارې ته وړاندې شوي دي. دغه آثار په درېيو برخو نقاشۍ، خوشنویسۍ او تذهیب په برخو کې دي. همدارنګه یو شمېر آثار د ښيښې پرمخ هم کار شوي او دلته نندارې ته وړاندې شوي.»

د هرات هنرمندان نندارې ته وړاندې شوي آثار ارزښتناک او د ستاینې وړ بولي او وايي، باید له دوی د ملاتړ لپاره منظم پروګرامونه طرح او عملي شي، ترڅو هنر په ټولنه کې وده وکړي.
د دوی په باور، له هنرمندانو لږ ملاتړ هم کولی شي د هنر د ودې او پراختیا لپاره ښې پایلې ولري.

د هرات د خطاطانو ټولنې رییس عبدالجلیل توانا وايي:« کله چې څوک د هنر په درشل پل ږدي او داسې پړاو ته رسېږي چې هنر تولید کړي، دې ته اړتیا پېښيږي چې نندارتون ورته جوړ شي او دوی په ملي او نړیوالو کچه نندارتونونو کې ګډون وکړي، آثار یې د کتابونو په بڼه چاپ شي، ترڅو دوی انګیزه پيدا کړي او د هنر د پرمختګ لپاره کار وکړي.»

د نګارستان بهزاد مدیر محمد ابراهیم حبیبي وايي: « دا نندارتون سل په سلو کې د هنر له ودې سره مرسته کوي، زموږ غوښتنه دا ده که خدای کول له افغانستانه د باندې نندارتون ولرو؛ داسې یو نندارتون چې هم د افغانستان د هنرماندانو لپاره ښه ګټه وکړي او هم د افغانستان هنري ټولنې ته ګټه ورسوي. د مثال په توګه، هغه نندارتون چې په دوبۍ کې جوړېږي. دا د شکر ځای دی چې موږ په هېواد او په ځانګړې توګه هرات کې ډېر ښه او ناب هنري آثار لرو.»

له بلې خوا، د هرات ځايي چارواکي د هنر او هنرمندانو د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پر لوړه کچه د هنرمندانو د ستونزو هوارولو او د هنر د ودې لپاره هڅې روانې دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احمدالله متقي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت ټول هنرمندان او ټول هغه کسان چې د هنر او فرهنګ په برخه کې ملت ته خدمت کوي، د هڅولو او تشویق لپاره یې برنامې لري، د ستونزو د حل لپاره یې کار کوي، موږ به دوی نور هم تشویقوو، امکانات به ورته برابروو او په لنډه موده کې د دې کوشش کوو چې دغو هنرمندانو ته په نړیواله کچه یو نندارتون جوړ کړو.»

دا په داسي حال کې ده چې موده وړاندې د خطاطانو ملاتړ په موخه د هرات په اختیارالدین کلا کې د خطاطۍ او هنري آثارو دایمي نندارتون هم پرانیستل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې
فرهنگ او هنر

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 19, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې
فرهنگ او هنر

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

اپریل 13, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي
فرهنگ او هنر

د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي

فبروري 27, 2025
بلخ کې د مسګرۍ صنعت د لمنځه تللو په درشل کې دی
فرهنگ او هنر

بلخ کې د مسګرۍ صنعت د لمنځه تللو په درشل کې دی

جنوري 13, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist