جیمي کارټر چې له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۰ زېږدیز کاله پورې د امریکا ولسمشر و، پر افغانستان د پخواني شوروي یرغل يې د سیمې او نړۍ لپاره د بې ثباتۍ ستر ګواښ بللی و او د مسکو پر وړاندې يې د نړیوالې ټولنې پر يوالي او همکارۍ ټينګار درلود.
کارټر د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال د دغه هېواد استازو جرګې ته په وینا کې ویلي و چې پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د واشنګټن لپاره په نړۍ کې تر ټولو جدي ګواښ دی.
د امریکا پخواني ولسمشر جیمي کارټر هغه مهال ویلي وو:« په ایران کې ۵۰ امریکايي بې ګناه وګړي د ترهګرۍ له امله یرغمل دي او پر افغانستان چې خلک یې دينداره دي، د شوروي اتحاد د لوی شمېر پوځونو له خوا یرغل شوی. نو امریکا او نړیوالې ټولنې ته اوس دغه سترې ننګونې ورپېښې دي.»
د راپورونو له مخې، جیمي کارټر د خپل حکومت پر مهال په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره د سايکلون په نامه امريکا استخباراتي ادارې یو پټ استخباراتي پروګرام پيل کړ چې هدف يې افغان مجاهدينو ته د وسلو او پيسو برابرول و.
کارټر په خپلو بهرنیو پالیسو کې د سړې جګړې ښه ماهر پېژندل کېده او په منځني ختیځ کې يې د مصر او اسرائیلو ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره په ۱۹۷۸ زېږدیز کال د دغو هېوادونو مشرانو ترمنځ د کمپ ډېوېډ سولې تړون هم لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د کارټر په اړه وايي: « جیمي کارټر د سولې او بشري حقونو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې. د هغه میراث به تل زموږ لپاره الهام بښوونکی وي.»
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د امریکا په بهرنیو پالیسو کې د ولسمشر رول ډېر کم دی او پر افغانستان د روسیې د یرغل پر مهال د امریکا اندېښنې او د واشنګټن له لوري د شوروي اتحاد یرغل د ماتولو پلان د دغه هېواد د امنیتي پلانونو یوه مهم برخه وه.
پخوانی ډیپلومات عزیز معارج وايي: «جیمي کارټر چې هغه مهال د امریکا ولسمشر و، کله چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ، د هغه ولسمشرۍ د امریکا پر پالیسۍ چې اېف سي آر مخکې له مخکې جوړه کړې وه، کوم اثر نه درلود بلکې که هرڅوک ولسمشر وای، مجبور به و چې د شوروي مخنیوی یې کړای وای، ترڅو ګرمو اوبو ته ونه رسېږي. نو بنا ً، حتا د داوود خان په وخت کې د امریکا له خوا د مجاهدینو په نوم ډلې ټپلې جوړې شوې، په کونړ، سرخ رود او پنجشیر یې حملې وکړې. بیا یې دغه ډلې تجهیز کړې او ډېرې مرستې یې ورسره وکړې ترڅو د روسیې مخه پرې ونیسي او افغانستان یې د نیابتي جګړې ډګر وګرځاوه.»
ځینې نور بیا وايي، په سیمه او نړۍ کې د سترو قدرتونو نیابتي جګړو لپاره پلمې لاهم دوام لري او پر یو شمېر برخو کې خپلو اهدافو ته د رسېدو په برخه کې بریالي شوې هم دي.
جیمي کارټر چې د امریکا تر نورو ولسمشرانو یې زیات عمر وکړ، له بزګرۍ ولسمشرۍ ته رسېدلی و او یو غیر روایتي ولسمشر ګڼل کېده چې څېره یې خوښه، خو د چلن تشخیص یې سخت و.
کارټر د امریکا ۳۹ ولسمشر و، له سل کاله اوږده عمر وروسته د یک شنبې په ورځ د جورجیا ایالت په فلنز کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.