د اسپانیا کامینا ندو فرونتراس نا دولتي سازمان چې د دې هېواد په واک سیمه کې د کډوالو د وضعیت په اړه مالومات خپروي، په یوه تازه راپور کې وايي، په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د نړۍ د ګڼو هېوادونو زرګونه کډوال اروپا ته د ورتګ پرمهال د اسپانیا له سمندر د تېرېدو په وخت کې مړه او یا هم تري تم شوې دي.
یاد سازمان چې دغه راپور یې د کډوالو له کورنیو او ژغورل شویو کسانو چمتو کړی زیاتوي چې د نورو کلونو په پرتله اروپا ته د اوښتونکو کډوالو په مرګ ژوبله کې ۵۸ سلنه زیاتوالی راغلی.
په راپور کې دغه راز راغلي، سږ کال په منځنۍ کچه هرورځ ۳۰ تنو د اسپانیا په سمندر کې د ډوبېدو له امله ژوند بایللی.
د راپور یوه برخه کې راغلي: « په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې ۱۰ زره ۴۵۷ تنه مړه او نادرکه شوي چې له ډلې یې ۱ زر۵۳۸ تنه ماشومان او ۴۲۱ تنې ښځې دي. دغه شمېر د نورو کلونو په پرتله ۵۸ سلنه زیاتوالی ښيي او څرګندوي چې په اوسط ډول هر ورځ ۳۰ کسانو ژوند بایللی.»
د اسپانیا حکومت بیا په ۲۰۲۴ زېږدیز کال دغه هېواد ته د ټولو ورغلیو کډوالو شمېر څه باندې ۵۷ زره تنه ښيي او وايي، د نورو کلونو پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی.
د اسپانیا سمندر له لارې د مراکېش، الجزایر، سینګال، مالي، ګامبیا، نایجریا او د یو شمېر نورو افریقايي هېوادونو په ګډون، لږ شمېر افغانان هم د مراکېش او الجزایر له لارې فرانسې، جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو ته درسېدو مزلونه کوي.
د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، اروپايي هېوادونه چې دا مهال تر ډېره له اقتصادي ننګونو سره مخ دي، له نورو هېوادونو د کډوالو د منلو پروسه یې سخته کړې ده.
د دوی په خبره، هغه افغان کډوال چې د مرګ له خطرونو سره مل یې اروپا ته ځانونه رسولي، تر ډېره د بېرته ستنولو له خطر سره مخ دي.
د کارپوهانو په باور، د افغانانو د کډوالۍ بهیر د مخنیوي لپاره سرپرست حکومت باید ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او د ښځو او نجونو پر مخ د کار او تعلیم دراوزې پرانیزي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت باید دا کار وکړي چې د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. زه باوري یم چې نور به افغانان له هېواد ونه وځي، له اقتصادي او سیاسي پلوه خپل ملت ته پاملرنه وکړي، ملي یوالي او ملي وحدت ته کار وکړي.»
د اسپانیا د سمندر له لارې د زرګونو کډوالو د مړېنې راپور داسې مهال ورکول کېږي چې تازه د مراکېش چارواکو ویلي، تېره ورځ (د ډسمبر پر ۲۸ مه) د مالي هېواد د ۲۵ وګړیو په ګډون ۶۹ کډوال اروپا ته د رسېدو په موخه د اسپانیا په قناري ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو له امله مړه شوې دي.