د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر په میاشت کې افغانانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د پرمختګ خبر ورکړی.
د دغه سازمان له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوې، چې په دغه میاشت کې یې څه باندې ۱۵۴ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړې.
خبرپاڼه کې ویل شوې، دغه سازمان د پنځو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیايي مرکزونو له لارې د اساسي روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر پیاوړي کېدو سره مرسته کړې.
د خبرپاڼې یوه برخه:« د روان ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې پرمهال مو په افغانستان کې ګڼو اړمنو خلکو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړې دي. موږ د پنځو همکارو غیر دولتي موسسو په مرسته د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د ۱۰۶ روغتیایي مرکزونو له لارې اساسي روغتیایي خدمات تر خلکو رسولي دي.»
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د روان ۲۰۲۴ زېږیز کال د نومبر میاشت په افغانستان کې د حاد تنفسي ناروغیو څه باندې ۱۰۸ زره مثبتې پېښې شوې چې د تېرې زیږېزې میاشتې پرتله ۱.۳ سلنه کموالی ښیي.
دغه راز په خبرپاڼه کې، په دغه موده کې د شري۳ زره ۴۸۲ شکمنې پېښې ثبت شوې او ۱۲ کسان ترې مړه شوې او د کورونا ۵۵۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۵ کسان یې له امله مړه شوې چې د تېرې میاشتې پرتله ۵۴.۵ سلنه کموالی ښیي.
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه د کانګو او ډینګي تبې په اړه هم وایي، پېښې یې د تېر پرتله کمې شوې دي.
د خبرپاڼې یوه برخه:« په نومبر کې د کانګو تبې پېښې هم د تېرې میاشتې له ۹۹ پېښو دغه میاشت کې ۳۱ ته را کمې شوې وې چې ۶۸.۷ سلنه کمښت ښیي. د ډینګي تبې په پېښو کې ۳۰.۱ سلنه او د ملاریا په پېښو کې هم ۵۳.۸ سلنه کموالی راغلی دی.»
د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال په هېواد کې اړمنو خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو خبر ورکوي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې لاهم ګڼ شمېر افغانان د روغتیایي خدماتو لومړنیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.