• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست اوسېدونکي د تاریخي سمڅو د رغولو غوښتنه کوي

د خوست اوسېدونکي د تاریخي سمڅو د رغولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/17

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند غرنۍ سيمه کې د مولوي جلال الدین حقاني پر مشرۍ د پخوانيو مجاهدينو له خوا تر ځمکې لاندې پراخې سمڅې ایستل شوې دي.

دغه سمڅې د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه له شمالي وزيرستان سره نږدې موقعیت لري خو کره شمېر یې څرګند نه دی.

له دې سمڅو د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر وړاندې په جهاد کې ګټه اخیستل کېده او مجاهدينو به يې پر وړاندې له همدې ځايه بريدونه پلانول.

د ګربزو قومي مشر حاجي محمد جمیل وايي: «له آخري ځل وروسته دغه خاوره وقف شوه، ورپسې خدای ملنګي په پادشاهي بدله کړه او په دې وطن کې داسې سمڅې جوړې شوې چې په امریکا کې داسې سمڅې نه وې، داسې آبادې نه وه.»

همدارنګه یو بل قومي مشر وايي: « موشک او پنډدل دلته راتلل او په دې ځای یې یې مزدوران پرې واچول او دا سمڅې یې څه په مزدورانو او څه په عسکرو جوړې کړې. کله یې یوه سمڅه جوړه کړه او کله بله خو دا مرکز یې په ډېر شوق سره جوړ کړ.» 

په ورته مهال، د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي، له دغې تاریخي سیمې د دوی د لیدنې موخه هم د پخوانیو مجاهدینو له کړنو، ستونزو او تکلیفونو یاد او ترې زده ‌کړه ده.

دوی زیاتوي، له دې سيمې او سمڅو د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه مات شوې او هڅه به وکړي څو د لوړ پوړو چارواکو په همکارۍ یې بېرته ورغوي.

د خوست اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر سبحان‌الله عزام وايي: « په دې سمڅو کې د اوسېدو ځای ترڅنګ د مجلس او جلسې خونې وې او د مجاهد غږ په نوم راډیو هم دلته فعالیت درلود. دا ټول امکانات په تېر کې دلته موجود وو او له دې ځایه به د مجاهدینو رهبري کېده.»

اخوا د دغه ولایت اوسېدونکي چې د یاد فرهنګي سفر په لړ کې یې له يادو سمڅو ليدنه کړې، له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې دغه ځای ته پاملرنه وکړي.

د دوی په خبره، که یادې سمڅې ترمیم او په همدې سیمه کې منظمې اسانتیاوې رامنځته شي، دا به بهرنیو او داخلي سیلانیانو ته د ورتګ زمینه هم برابره کړي.

د خوست اوسېدونکی عبدالرحیم هاتف وايي: « زه فکر کوم ډېری سیمې تر اوسه هم ثبت شوې نه دي. باید هغه سیمې چې ثبت شوې نه دي او رسنۍ نه دي ورغلې، دغو ته توجه جلبول ډېر زیات اړین دي.»

د خوست یو بل اوسېدونکی لعل محمد ګوهر وايي: « په ټوله کې مو د اسلامي امارت  له مشرانو او خیریه بنسټونو دا هېله ده چې دا مهم ځایونه دي، باید پاملرنه ورته وشي او د تاریخي آثار په توګه وساتل شي.»

د دې فرهنګي سفر پرمهال د يادې سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم چې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پرمهال يې په همدې ځای کې قربانۍ ورکړې، له سرپرست حکومته دغو سمڅو او جهادي سنګرونو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې
فرهنگ او هنر

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 19, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې
فرهنگ او هنر

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

اپریل 13, 2025
هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو

مارچ 11, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي
فرهنگ او هنر

د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي

فبروري 27, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist