د جرمني سولې کلي خیریه بنسټ چې له کلونو راهیسې د هغو افغان ماشومانو درملنه کوي چې د بدن غړي یې سوځېدلي یا هم د هډوکو پر ناروغۍ اخته دي.
دغه بنسټ په دې وروستیو کې ۸۹ تنه هغه افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته وړي چې په افغانستان کې يې درملنه ناشونې وه.
د یاد بنسټ استازې ګلوډیا وايي، هڅه کوي د درملنې لپاره جرمني ته د لېږدېدونکو ماشومانو پالنه په غوره توګه وشي.
ګلوډیا په دې اړه وايي:« موږ پوهېږو چې تاسو ته د ماشومانو لرې والی سخت دی، خو ښه دا ده چې د ماشومانو درملنه مو وشي. موږ هم اولادونه لرو او هڅه کوو چې ستاسو ماشومان د مور او پلار کمی احساس نه کړي. موږ به ستاسو ماشومانو ته د مور او پلار په شان مينه ورکړو.»
بله خوا، د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین له یاد خیریه بنسټ د مننې تر څنګ غوښتنه کوي چې دا لړۍ روانه وساتي او جرمني ته د ناروغو ماشومانو د وړلو شمېر زیات کړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور وايي: « په آخر کې یو ځل بیا د سولې کلي له موسسې مننه او غوښتنه کوو چې دلته افغانستان کې یوازې دا ۸۹ ناروغان نه دي بلکې د ناروغانو شمېر ډېر زیات دی. افغانستان یو لوی او عزتمند هېواد دی او الحمدالله ښه نفوس لرو، نو په دې کې ډېر زیات داسې مریضان دي چې دوی دا خپله احصائیه نوره هم اضافه کړي.»
ورته مهال، د ناروغو ماشومانو د کورنۍ غړي خوښ دي چې د ماشومانو درملنه يي کیږي.
دوی غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت دې يادو ډاکټرانو ته زمينه برابره کړي چې د دغو ماشومانو درملنه په کوردننه وکړي.
د یوه ناروغ ماشوم پلار شرف الدین وايي: « له دې موسسې نه مو دا هیله ده چې دا پروسه لږ زیاته کړي، مریضان لږ زیات یوسي؛ ځکه چې په افغانستان کې دا ډول مریضان ډېر دي. نو له دوی مې هیله دا ده چې شمېر یې زیات کړي.»
همدارنګه د یوه بل ناروغ ماشوم پلار سید مجتبی وايي: « زه د افغاني سرې میاشتې د دې همکاریو او د آلمان د کلي خیریه موسسې له همکاریو چې د دې کړېدلي ولس سره کوي او هغه ماشومان چې دلته یې درملنه نه کېږي دوی یې له ځانه سره بیايي او هلته یې په پوره پوره امانت سره د دوی هر ډول خدمت او د دوی د علاج لپاره زمینه برابروي.»
د مسوولینو په خبره، د سولې کلي خيریه بنسټ په تېرو دوو کالو کې د ۴ زره ۹۲۰ تنو ناروغو ماشومانو درملنه کړې او دامهال شاوخوا۱۲۰ تنه افغان ماشومان په جرمني کې تر درملنې لاندې دي.